تازه خبرونه
طالبانو د سولې نوی ۲۱ کسیز پلاوی په ډاګه کړ
طالبانو د سولې خبرو اترو ته نوی پلاوی اعلان کړی او څرګندوي، چې شیخ مولوي عبدالحکیم به يې مشري کوي.
طالبانو څرګنده کړې، چې د دې مرکچي پلاوي مرستیال به شېر محمد عباس ستانکزی او د سیاسي دفتر ویاند به محمد نعیم وردګ وي.
دغه راز په ډاګه شوې، چې دا مرکچي پلاوي به ټول ۲۱ غړي ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې پر ورځ دا هم په ډاګه شوه، چې تېره میاشت پاکستان ته تللی پلاوی بېرته قطر ته ستون شوی دی.
هیله ده، چې د سولې خبرې به په راتلونکې اوونۍ کې پیل شي.
که څه هم داسې بریښي، چې ټول ۵۰۰۰ طالب بندیانو به پوره خوشې شوي وي؛ خو رښتیني خبرې اوس هم پیل شوې ندي.
