تازه خبرونه
طالبانو له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې ندي پرې کړي – اندرابي
د حکومت لوړپوړیو چارواکو کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي؛ طالبانو هڅه کوله، چې د ارغنداب ولسوالۍ له لارې کندهار ښار سقوط کړي، خو ناکام شول.
د کورنیو چارو وزیر او د دفاع وزارت مرستیال له یو شمېر نورو امنیتي مسوولینو سره یو ځای د یکشنبې پر ورځ کندهار ته په سفر کې د یو شمېر امنیتي پوستو له وضعیت نږدې لېدنه وکړه. په دې لړ کې د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا د دې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ۶۰۰ وسلوال وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر مسعور اندرابي وايي: وسلوالو طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو پر ځای له پخوا جګړې ته نور زور هم ورکړی دی.
د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل ويلي؛ طالبانو هڅه کوله، چې د یو شمېر بهرنیو جګړه مارو پر ملتیا د کندهار ارغنداب ولسوالي ونیسي، خو ناکام شول.
دوی دغه راز وايي، امنیتي ځواکونو د وسلوالو مخالفانو د ځپلو په موخه هر ډول عملیاتو ته چمتو نیولی دی.
امنیتي چارواکو څرګنده کړې؛ په وروستیو څو میاشتو کې طالبانو جګړه او تاوتریخوالي زیات کړي او له نړیوالو ترهګرو ډلو سره یې اړیکې ندي پرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره اوونۍ خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې، چې بهرنیو جنګیالیو ته يه خپلو لیکو کې ځای ورنکړي او که پوځي کمیسیون خبر شو او یا یې له سرغړونې معلومات تر لاسه کړل؛ ورته د کلکو مجازاتو وړاندویینه شوې ده.