تازه خبرونه
طالبانو پر خوشې کیدونکیو ۴۰۰ بندیانو د داعش د برید شونتیا په ډاګه کړې
طالبانو ویلي، چې له خوشې کیدو پاتې ۴۰۰ بندیان مو له جدي ګواښ سره مخ دي.
طالبانو په یو اعلامیه کې څرګنده کړې، چې د دوی د دقیقو او مستندو استخباراتي معلوماتو له مخې د حکومت د چرخي پله له زندان څخه د پاتې بندیانو د خوشې کیدو د بهیر پر وړاندې جدي امنیتي خطر متوجه دی.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې یوه داعشي ډله د حکومت د استخباراتو، د ځينو نظامیانو او د زندان د امنیتي پوستو د قومندانانو په مرسته، همغږۍ او همکارۍ اراده لري، چې د ۴۰۰ طالب بندیانو پر لیږدوونکیو نقلیه وسائطو برید ترسره کړي.
طالبانو په ډاګه کړې؛ داعش غواړي، چې مذاکرات ګدوډ کړي او همدا راز له دغو بندیانو څخه خپل غچ واخلي.
طالبانو له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي، چې د دغه خطر د مخنیوی لپاره خپلې هڅې ونه سپموي او د بندیانو د لیږد بهیر په پوره پاملرنه او ډاډ ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د طالبانو څرګندونې بې بنسټه بولي او وایي؛ د هېواد ملي امنیت عمومي ریاست د ولسمشر د حکم او رامنځته شویو هوکړو له مخې نه یوازې دغو بندیانو ته زیان نه رسوي، بلکې ساتنه یې هم کوي.