Connect with us

تازه خبرونه

طالبانو په بدخشان کې څلور عام وګړي وژلي – چارواکي‎

خپور شوی

د

د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکو ویلي، چې وسلوالو طالبانو په دې ولایت کې پر ۴ ملکي وګړیو ډزې کړې او هغه یې وژلي دي.

د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري ویلي، چې وسلوالو طالبانو د دوشنبې پر ورځ ماښام مهال د دې ولایت د ارغنجخوا په اړوند سیمه کې څلور ملکي وګړي پر ډزو وژلي دي.

نظري زیاته کړې، چې د پېښې قربانیان دوه سړي او د دوی دوه زامن دي.

هغه دا هم ویلي، چې تر دې دمه د پېښې لامل په ډاګه شوی ندی؛ خو پېښه هم د طالبانو تر څار لاندې سیمه کې رامنځته شوې ده.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

بدخشان یو له ناامنو ولایتونو څخه دی، چې له پاکستان، چین او تاجکستان سره ګډه لري، چې په یو شمېر ولسوالیو کې یې د طالبانو په ګډون القاعده او داعش ډلې پراخې هڅې تر سره کوي.

تازه خبرونه

په مسکو کې د افغانستان سفیر له افغان سوداګرو سره وکتل

د یاد سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: په دې کتنه کې، چې د سفارت یو شمېر ډیپلوماټانو هم  ګډون درلود؛ د متقابل تفاهم، همغږۍ او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا سربېره د افغانستان او روسیې د اړوند سوداګریزو ستونزو په اړه هم خبرې شوې دي.

Published

on

په روسیه کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې هېواد کې افغان سفیر ګل حسن حسن د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې شلمه ) په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر او ځانګړي استازي ګل حسن حسن له روسیې میشتو افغان سوداګرو سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د یاد سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: په دې کتنه کې، چې د سفارت یو شمېر ډیپلوماټانو هم  ګډون درلود؛ د متقابل تفاهم، همغږۍ او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا سربېره د افغانستان او روسیې د اړوند سوداګریزو ستونزو په اړه هم خبرې شوې دي.

ګل حسن حسن افغان سوداګر په هېواد کې پانګونې ته وهڅول او دا یې د هغوی ملي دنده وبلله.

نوموړي افغان سوداګرو ته ډاډ څرګند کړ، چې سفارت د سوداګریزو چارو په برخه بشپړه همکاري کوي.

ویل کیږي، چې روسیې میشتو افغان سوداګرو هم په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې، اندېښنې او وړاندیزونه وړاندې کړل او د اسلامي امارت له اړوند ادارو یې د اغېزمن ملاتړ، همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او سیمې په سرحدونو کې د ترهګریزو فعالیتونو نښې لیدل کېږي-لاوروف

لاوروف په روسیه کې له بریکس ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د منځني ختیځ روانو اندېښنو ته په نغوته(اشاره) کې د آسیايي سیمو اړوند اندېښنې هم پر ګوته کړې دي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ويلي، چې د افغانستان په سرحدونو او د هند-پاکستان-افغانستان په منځنیو سیمو کې اوس هم ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي.

لاوروف په روسیه کې له بریکس ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د منځني ختیځ روانو اندېښنو ته په نغوته(اشاره) کې د آسیايي سیمو اړوند اندېښنې هم پر ګوته کړې دي.

هغه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې له هند سره د همکاریو د ترسره کولو لپاره د ترهګرۍ ضد نړیوال کنوانسیون پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

لاوروف ویلي؛ که څه هم د دې کنوانسیون مسوده مخکې چمتو شوې، خو تر اوسه یې د تصویب لپاره اجماع رامنځته شوې نده.

روسیې پر ځلونو د افغانستان له لوري د وسلوالو ګواښونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي؛ خو اسلامي امارت بیا دا اندېښنې رد کړي او څرګندوي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د سرحدونو وزیر د ایران بهرنیو چارو له حقوقي مرستیال سره خبرې وکړې

د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې اړیکه کې دواړو خواوو د سرحدي همکاریو پر اړتیا او په ځانګړي توګه د سرحدي نښو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.

Published

on

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري د ایران بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو له مرستیال کاظم غریب‌آبادي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر سرحدي همکاریو خبرې کړې دي.

د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې اړیکه کې دواړو خواوو د سرحدي همکاریو پر اړتیا او په ځانګړي توګه د سرحدي نښو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.

دغه راز هوکړه وشوه، چې په دې اړه ګډې تخنیکي او حقوقي غونډې هم ترسره شي.

ویل کیږي، چې د دواړو خواوو د هوکړې له مخې به د ایران او افغانستان لوړپوړي سرحدي چارواکي راتلونکی کال په ایران کې یوه حقوقي ناسته ترسره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!