تازه خبرونه

طالبان دې پر ژمنو عمل وکړي او تاوتریخوالی دې راکم کړي – ستولتنبرګ

Published

on

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ له طالبانو غوښتي، چې پخپلو ژمنو تینګ ودریږي او د نه منونکي روان تاوتریخوالي کچه راتیته کړي.

نوموړي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي، چې د دوحې

خبرې په افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره یوه ښه زمینه ده، چې برابره شوې ده.      

نوموړي په یو تویت کې څرګنده کړې، چې د افغانستان دسولې له اړوند استازي خلیلزاد سره مې د سولې په اړه خبرې کړې دي. د دوحې خبرې د سولې لپاره یو فرصت دی؛ خو طالبان باید پخپلو ژمنو عمل وکړي او د تاوتریخوالي کچه را ټیټه کړي.

دغه ستولتنبرګ په افغانستان کې د ثبات په اړه ډاډ څرګند کړی او وایي، چې ناتو اوس هم د افغانستان امنیت ته ژمنه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او طالبان په افغانستان او په ځانګړي توګه هلمند ولایت کې د روان تاوتریخوالي له ډېریدو وروسته د سولې راوستلو د هوکړې د پلي کولو پر هڅو پرلپسې ناستې تر سره کړې دي.

Trending

Exit mobile version