تازه خبرونه

طالبان د افغانستان د سیاسي ډګر یوه برخه ده – د روسیې سفیر

Published

on

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبینزیا پرون چارشنبه د چنګاښ پر ۹ ویلي، چې طالبان د افغانستان د سیاسي ډګر یوه برخه ده، چې پوره پاملرنه غواړي.

نوموړي دې ټولنې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د بیړنۍ سولې پر اړتیا ټینګار څرګند کړ.

هغه ویلي، مسکو په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره په ټولو هڅو کې فعاله ونډه لري. دا یوه اړتیا ده، چې د افغانستان سوله ژر تر ژره وڅارل شي. طالبانو ویلي، چې د افغانستان ۸۰  سلنه خاوره څاري.

نوموړي په دې اړه زیاته کړې: زه نه پوهیږم، چې دا معلومات څومره سم دي او نشم کولی پرې څه ووایم؛ خو پرته له دې، چې طالبان د افغانستان د سیاسي ډګر یوه برخه ومنل شي؛ بله د حل لار نشته.

واسیلي نبینزیا وايي، د افغانستان وضعیت پر بېلابېلو دلیلونو د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ګډون د بدلیدو په حال کې دی.

هغه زیاته کړې؛ روسیه پدې باور ده، چې د افغانستان د سولې په راوستلو کې د طالبانو باید په پام کې ونیول شي.

هغه دا هم ویلي؛ د بهرني سرتېرو له پوره وتلو وروسته باید ولیدل شي، چې د افغانستان وضعیت کوم لوري ته ځي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له روسي چارواکو سره د لیدو لپاره روسیې ته روان شوی دی.

Trending

Exit mobile version