Connect with us

تازه خبرونه

طالبان د حکومت لخوا د ۲۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو اعلان یو ښه ګام بولي

خپور شوی

د

طالبانو د حکومت لخوا د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام ګڼلې خو ټینګار یې کړې چې د ۵ زرو بندیانو خوشې کول اړین ټکې دې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ټویټر له لارې د حکومت لخوا د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام ګڼلې خو ټینګار یې کړې چې افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره د ۵ زرو بندیانو خوشې کول د دوحې په هوکړه منل شوې دي.

هغه لیکي: "د دوحې په توافقنامه کې د ۵ زرو بندیانو د خلاصون غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي، باید دغه پروسه تکمیل شی څو د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په مخکې خنډونه لیري شي."

همداراز هغه زایته کړې چې طالبان "هم په خپله خوا کې د بندیانو خلاصون ته متعهد دی."

دا په داسی حال کې ده چې تیره ورځ، د اختر له لمانځه وروسته، ولسمشر غني د طالبانو د درې ورځني اوربند اعلان په څواب کې وویل چې د ښه نیت له مخې به حکومت شاوخوا ۲۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي؛ هغه پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې د امنیتي ځواکونو د بندیانو خوشې کولو پروسه پیل کړي.

له بلی خوا، متحده ایالاتو هم د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د دې اعلان ستاینه کړې ده.

ولسمشر په خپل ټویټر کې لیکلي چې هغه د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو څخه په دې مناسبت تلیفون اړیکه ترلاسه کړې او وایي: "هغه د افغان حکومت څخه د ۲زرو طالب بندیانو د خوشې کولو دغه زړوره پرېکړه وستایله. هغه تاکید وکړ چې متحده ایالات به د اوږد مهاله اوربند / د تاوتریخوالي کمول او د مستقیمو خبرو اترو د پیل لپاره ټینګار وکړي."

د یادونې وړ ده چې حکومت د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ افغانستان ته د سولې راوستلو د تړون له لاسلیک وروسته، ۱۵۰۰  طالب بندیان خوشې کړل. همدادراز، طالبانو هم شاوخوا ۲۰۰ حکومتي پرسونل چې له دغې ډلې سره اسیر ول، خوشې کړي دي.

خو له بده مرغه، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کچې له لوړېدو وروسته، حکومت اعلان وکړ چې دغه پروسه به ودروي. خو ښایي چې د امریکي استازي زلمي خلیلزاد تازه هڅې زرغونې شوي او دغه لړې بیا پیل کیږي.

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه غونډه کوي

په امنیت شورا کې به د افغانستان په اړه یو پرانیستې او توجیهي ناسته او له هغې وروسته به د افغانستان په اړه نظرونه وړاندې شي.

Published

on

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو مشره به سبا د وږي پر ۲۸ / د سپټمبر ۱۸ د افغانستان د وضعیت په اړه امنیت شورا ته راپور وړاندې کړي.

په امنیت شورا کې به د افغانستان په اړه یو پرانیستې او توجیهي ناسته او له هغې وروسته به د افغانستان په اړه نظرونه وړاندې شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د ښځو لپاره د دې ټولنې اجرائیه رییسه سیما باهوس به د افغانستان پر وضعیت خپل راپور وړاندې کړي.

له دې غونډې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه خپل درې میاشتنی راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې راغلي؛ د تېر کال د همدې مودې پر پرتله امنیتي پېښې زیاتې شوي، پر ښځو محدودیتونه ډېر شوي او تر ۲۴ میلیون ډېر کسان اوس هم بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا هم ویلي، چې د اګست تر دېرشمې له افغانستان سره د اړتیا وړ ۲ اعشاریه ۹ میلیارډ ډالرو مرستو یوازې ۲۴ اعشاریه ۹ سلنه مرستې شوې دي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان له دې غونډې تمه لري، چې د ښځو بشري وضعیت به ښه شي.

اسلامي امارت تمه لري، چې د اوتنبایوا راپور به د افغانستان واقعیتونه منعکس کړي او د کوچنیو مسایلو له توجیه کولو به ډډه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کورنیو چارو وزارت چارسمبالي د جاپان سفارت له چارسمبالي سره ولیدل

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې کتنه کې د جاپان سفیر د هېواد د امنیتي وضعیت پر ښه کېدو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې له افغانستان سره د جاپان هېواد د مرستو د ډېروالي او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره یې د یوناما له کاري ډلې سره خبرې کړې دي.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني نن (سې شنبه) په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره وکتل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې کتنه کې د جاپان سفیر د هېواد د امنیتي وضعیت پر ښه کېدو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې له افغانستان سره د جاپان هېواد د مرستو د ډېروالي او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره یې د یوناما له کاري ډلې سره خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت ډیپلوماټانو په عمان کې کار پیل کړ- بهرنیو چارو وزارت

دغه راز په افغانستان کې د ازبکستان د سفیر ۱۲ کلن ماموریت پای ته رسېدلی او ازبکستان به افغانستان ته خپل نوی سفیر هم وروپېژني.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغان سفارت د ډیپلوماټانو فعالیتونه او خدمات د تېرې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ پیل شول.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضيا احمد تکل زیاته کړې، چې د کوربه هېواد پر همکارۍ د سفارت د فعالیتونو بیا پیلول به د کابل او مسقط ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او مذهبي اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.

دغه راز په افغانستان کې د ازبکستان د سفیر ۱۲ کلن ماموریت پای ته رسېدلی او ازبکستان به افغانستان ته خپل نوی سفیر هم وروپېژني.

یادګار خواجه شادمانوف د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په خپله وروستۍ کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې یې د خپل ماموریت پر مهال په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا هڅه کړې ده.

هغه ټینګار کړی، چې هېواد یې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو غوښتونکی دی او ازبکستاني سوداګر او پانګوال چمتو دي، چې په افغانستان کې په ځانګړي توګه د کانونو او انرژۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستيال دغه راز د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ او وایي، چې افغانستان او ازبکستان پخوانۍ اړيکې لري.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي؛ اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو سکټورونو کې د سوداګرو او پانګوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو له برابرولو سره له پانګونې هرکلی کوي.

په افغانستان کې د یادګار خواجه شادمانوف تر ټولو مهمه لاسته راوړنه په تېره بیا په تېرو درې کلونو کې د څه باندې دوه میلیارډ ډالرو پر ارزښت د پېنځه سوداګریزو او اقتصادي تړونونو لاسلیکول ول، چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې لاسلیک شول.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!