تازه خبرونه

طالبان د سولې لپاره ټینګه اراده نلري – غني

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۳۰, ۱۴۰۰

ولسمشر اشرف غني د اختر له لمانځه وروسته پر طالبانو د نیوکې پر مهال ویلي، چې طالبانو د جګړې پر پراخولو وښوده، چې د سولې لپاره ټینګه اراده نلري او د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو هم ونشو کولی، چې اړینو خبرو ته یې راوګرځوي.

ولسمشر د طالب بندیانو خوشې کول یوه تېروتنه یاده کړه او څرګندوي: بهرنيان او هغه څوک، چې فکر کوي د افغانستان حکومت د سولې لپاره لیوالتیا نلري؛ د دې تېروتنې مسوول دي.

اشرف غني وایي: آیا یو پاکستانی هم چمتو دی، چې طالبان پرې واکمن شي؟ د ځان لپاره یې وغواړئ نه زمونږ لپاره! مونږ ترټولو اسلامي سیسټم لرو. پاکستانۍ رسنۍ له طالبانو ملاتړ کوي. طالبان ولې ودانې سیمې ویجاړوي؟! آیا طالبان غواړي، چې د پاکستان مدرسې د افغانستان د راتلونکي پرېکړه وکړي؟

داسې حال کې، چې هېواد په جګړه کې لولپه شوی؛ ولسمشر اشرف غني په راتلونکیو ۳ یا ۶ میاشتو کې د امنیتي حالت له بدلولو خبر ورکوي.

هغه وایي: ما تېره اوونۍ د جګړیز حالت پر بدلولو تېره کړه، چې یو بېړنی عملي پلان پلی شی. دا پلان چمتو شوې او دوه امنیتي برخې لري؛ د پلان یوه برخه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د لومړیتوبونه ټاکل دي. له امنیتي ځواکونو مننه کوم او د همدې لپاره دا اختر د دوی په نوم نمانځل کیږي.

ولسمشر باور لري، چې د افغانستان په اړه د بهرنیو رسنیو څرګندونې برخلیک ټاکونکې ندي. د افغانستان برخلیک د افغانانو لخوا ټاکل کیږي. د افغانستان د جوړیدو او راتلونکي وخت رارسیدلی دی.

Trending

Exit mobile version