بی بی سی پښتو

طالبان غور کې د یوې میندوارې پولیس افسرې په وژنه تورن شوي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۰, ۱۴۰۰)

د افغانستان د غور ولایت مرکز فېرور کوه کې ځايي خلکو بي بي سي ته ویلي، طالبانو د شنبې ماسخوتن هلته د پولیسو یوه پخوانۍ افسره، چې میندواره هم وه، د خپل مېړه او اولادونو پر وړاندې وژلې ده.

رسنیو او کورنۍ یې د دې پخوانۍ پولیس افسرې نوم بانو نګار یاد کړی او وایي، پخوا یې د ښځو زندان کې دنده ترسره کوله.

خو طالبانو په دې قضیه کې ښکېلتیا رد کړې او وایي، په دې اړه پلټنې کوي. د دې ډلې یوه ویاند بي بي سي ته وویل، ښایي دا د شخصي دوښمنۍ قضیه وي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې افغانستان کې د ښځو د غږ ډبولو او پر دوی د محدودیتونو لګولو رپوټونه ترلاسه شوي.

خو د طالبانو ویاند وایي، دوی وار د مخه ټولو هغو کسانو ته عمومي عفوه اعلان کړې ده چې له پخواني حکومت سره یې دندې درلودې.

د پېښې په اړه لا ډېر تفصیلي جزئیات نشته، ځکه ځایي خلک له خبرو وېرېږي او په ډاډه زړه رسنیو سره نه غږېږي.

خو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې طالب وسلوالو د شنبې ماسخوتن نګار تر وهلو ډبولو وروسته د هغې د کورنۍ پر وړانې وژلې ده.

د نوموړې کورنۍ رسنیو ته هغه انځورونه هم ورکړي چې پکې د کوټې پر دېوال وینه شیندلې او د نګار مړی پروت دی او سر ته په مرمۍ لګېدلې ده.

د پېښې یوه عیني شاهد رسنیو ته ویلي، د ورغلیو وسلوالو په ډله کې ځینو کسانو په عربي ژبه خبرې کولې.

د تاوتریخوالي رپوټونه

Getty Images
یو شمېر مېرمنو شنبه کابل کې دخپلو حقونو لپاره لاریون وکړ

طالبان د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پر کابل واکمن شول او له هماغه راهیسې هڅه کوي خپلو چارو او چلن کې نرمي وښیي، خو له دې سره سره بیا هم د افغانستان له ځینو برخو د تاوتریخوالي رپوټونه ترلاسه شوي.

د بشري حقونو ډلې تور لګوي چې په دې موده کې د غچ په نیت وژنې، د وګړو بندي کولو او د لږکیو وژنې ترسره شوې دي.

خو طالبانو دا تورونه رد کړي او بیا بیا ټینګار کوي چې د هېواد ټولو وګړو، او هغو کسانو ته چې د پخواني حکومت برخه وو یا یې دنده پکې ترسره کړې، عمومي عفوه اعلان شوې ده.

د شنبې پر ورځ طالبانو کابل کې د یو شمېر هغو ښځو د لاریون او احتجاج مخه ونیوه چې د خپلو حقونو غوښتلو په خاطر راوتلې وې.

د دې لاریون یو شمېر ګډونوالو تور پورې کړ چې طالب وسلوالو یې د مخنیوي لپاره اوښلن ګاز وکارولو.

Trending

Exit mobile version