تازه خبرونه

طالبان له نړۍ سره د دوستانه او رسمي اړیکو غوښتونکي دي- مجاهد

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۸, ۱۴۰۰)

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې پر ورخ د زمري ۲۸ د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۲ کلیزې په مراسمو کې وویل، چې طالبان د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړي توګه له امریکا سره دوستانه اړیکې غواړي او له کوم هېواد سره دښمني نلري.

تر سپین بیرغ لاندې د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په نمانځغونډه کې ذبیح الله مجاهد له خلکو څخه د ټولګډونه نظام په جوړولو کې د یووالي غوښتنه وکړه او وایي، چې خپل هېواد په بحران کې له ډوبېدو څخه وژغورئ.

که څه هم دا مراسم د تېرو کلونو پر پرتله په بله بڼه ترسره شوي؛ خو طالبان وايي، چې دا ورځ باید ونمانځل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې مراسمو کې د سیاسي مسلو په اړه ډېرې خبرې وکړې او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل، چې دوی پر رسمیت وپېژني.

ذبیح الله مجاهد د طالبانو د فرهنګي چارو کمیسیون ویاند او مشر ويلي، چې دوی د نړۍ له ټولو هېوادونو سره دوستانه او رسمي اړیکې غواړي؛ خو خبرداری ورکوي که دا هېوادونه بیا د لاسوهنې نیت ولري؛ دوی به یې پر وړاندې ودریږي.

نوموړی وایي: نړۍ باید له مونږ څخه وېره ونلري. مونږ باید وپېژندل شو او مونږ غواړو، چې د امریکا په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ولرو.

طالبان د تېرو کلونو پر پرتله د خپلواکۍ کلیزه؛ ځکه ښه نمانځي، چې په وینا یې دوی په افغانستان کې د نړۍ لوی ځواک ته ماتې ورکړې د ه.

سردار محمد شکیب د طالبانو د فرهنګي چارو کمیسیون غړی زیاتوي: ټول خلک خوشحاله دي، چې نن زمونږ هېواد کې د بهرنیو له لاسوهنو ژغورل شوی دی.

طالبانوله خلکو غوښتي، چې د دوی تر حاکمیت لاندې له شخصي غوښتنو تېر شي او له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي، چې یو ټولګډونه حکومت رامنځته شي.

د طالبانو د فرهنګي  چارو کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق وایي: مونږ له خلکو غواړو، چې د سیسټم په جوړولو کې له مونږ سره همکاري وکړي او خپلې شخصي غوښتنې په پام کې ونه نیسي؛ ځکه ټولې ستونزې د اسلام په رڼا کې حل کیدی شي.

طالبانو په داسې حال کې له نړیوالې ټولنې څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوي، چې هغوی وار دمخه ویلي؛ په افغانستان کې به د زور له لارې رامنځته شوي حکومت پر .رسمیت ونه پېژني

Trending

Exit mobile version