تازه خبرونه

طالبان هوښیار دي او امریکا هم نه غواړي د پولیسو دنده ولري- ترمپ

Published

on

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي؛ طالبان ټینګ او هوښیار خلک دي او امریکا ور سره ښه معامله کولی شي او دوی هم نه غواړي سرتېري یې په افغانستان کې د پولیسو دنده تر سره کړي.

 د امریکا ولسمشر ترمپ ویلي؛ له خپلې ژمنې سره به له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي او تر راتلونکیو څو اوونیو پورې به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۴۰۰۰ هم کم شي او بیا به وروستۍ پرېکړه کوو. دوی ډېر ټینګ، ډېر هوښیار او ډېر تېز دي؛ خو پوهېږئ، ۱۹ کاله کېږي ان دوی هم له جګړې ستړي شوي دي.

امریکا له تېرو شل کلونو راپدیخوا له طالبانو سره په جګړه کې میلیاردونه دالر ولګول؛ خو اوس یې ولسمشر پرېکړه کړې، چې سرتېري به له افغانستان څخه وباسي.

نوموړي په ډاګه کړې، چې: مونږ له طالبانو سره ښې خبرې کوو؛ هغه خبرې تاسې اورئ او هر څه مو ولیدل. ډېر ژر به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۴۰۰۰ هم راکم کړو او که ځانګړي څه رامنځته شول، بیخې به راووځو.

دغه راز د ناتو پوځي کمیتې ویلي، چې په افغانستان کې د دغه سازمان د سرتېرو پاتې کیدل د دغه هېواد له شرایطو سره تړلي دي.

د ناتو د پوځي کمیتې مشر ستوارت پیچ څرګنده کړې، چې: مونږ له افغانستان سره پخپلو همکاریو ټينګار کوو. زمونږ د ماموریت راتلونکی د افغانستان له شرایطو سره پورې تړلی دی. دا، چې د سولې له بهیره ملاتړ وښیو هلته مو د خپلو سرتېرو شمېر دولس زره ته راټيټ کړ.

پاکستان بیا ويلي، چې د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره یې خپله ونډه پر ځای کړې او اوس د افغان رهبرانو وار دی، چې څه ډول فرمان صادروي.

د پاکستان  د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدری ویلي: مونږ تمه لرو، چې ټولې خواوې پخپلو ژمنو عمل وکړي. لاسته راوړنې وساتي او په خبرو کې هوکړې ته ورسیږي.

د افغانانو خپلمنځي خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې روانې دي. ناتو او امریکا په دغو خبرو کې د څارګرو په توګه حضور لري. ولیدل شي، چې د حکومت او طالبانو په دغو خبرو کې به د افغانستان د راتلونکي برخلیک په اړه څه پرېکړه کیږي.

 

Trending

Exit mobile version