تازه خبرونه
طالبان واک او ځواک خپلول غواړي، د سولې نیت نلري- حمدالله محب
د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب یوې خبري ناستې ته په ډاګه کړې، چې طالبان یوازې د واک تر لاسه کول او د نظام پرځېدل غواړي، نه سوله.
د دوحې د سولې خبرو له بې برخلیک حالت سره جوخت د ملي امنیت شورا سلاکار وایي؛ د طالبانو نیت معلوم دی، چې سوله نه غواړي او تر هغې، چې واک تر لاسه نکړي، تاوتریخوالی نه دروي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ طالبانو د خبرو میز پریښی، امنیتي او دفاعي ځواکونه حاضر دي، چې د دوی پر وړاندې جګړه وکړي.
دی ټینګار کوي؛ د نړۍ هیڅ هېواد حاضر ندی، چې د طالبانو امارت ومني.
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو چارواکي هم وایي؛ افغان ځواکونه د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي او دا ډله به ونکړای شي، چې کوم ښار او یا ولایت ونیسي.
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي: د طالبانو مشران په دوحه کې ناست دي؛ نه له جګړې خبر دي او نه هم د خپلو جنګیالیو له حالته او نه یې احوال اخلي. یړازې د خپلو غوښتنو لپاره د افغانستان خلک وژني.
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل ویلي: تاسې خبریاست، چې د ملي امنیت سلاکار له قول اردوګانو لیدنه کړې او په ټولو ادارو کې بدلونونه رامنځته شوي؛ دا په دې معنا ده، چې مونږ سوله غواړو. که طالبان جګړه کوي، مونږ ورته چمتوالی لرو.
د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، چې په روان ژمي کې افغان ځواکونو او ملکي وګړیو د ژمي د نورو کلونو پر پرتله ډېر ځاني زیانونه وګالل.
