تازه خبرونه

طالبان په افغانستان کې رښتینی اسلامي نظام غواړي – ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳۰, ۱۴۰۰)

طالبانو ویلي، چې دوی د سولې خبرو ته ژمن دي؛ خو په افغانستان کې رښتینی اسلامي نظام غواړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر څرګنده کړې: افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې دی؛ له خپلواکۍ وروسته دلته باید د داسې نظام د جوړولو لپاره کار وشي، چې په هغه کې د افغان ولس آرامي او سوکالي متحققه وي او دا هغه وخت شونې ده، چې دا نظام د افغان مسلمان ولس د غوښتنو او آرمانونو له مخې جوړ شي.

د ملابرادر د څرګندونو له مخې؛ د دغه اسلامي نظام ثبات سرښندنې، له ځانه تېرېدنې او د یو او بل منلو ته اړتیا لري.

ملابرادر وایي: په افغانستان کې د اسلامي نظام ټینګښت بیا هم د افغانانو په داخلي قربانیو، خود ګذريو او یو بل منلو پوري اړه لري؛ ځکه، چې د تفرق، جنګ او مقابلې په صورت کې مثبت پرمختګ ناشونی دی.

طاالبان په داسې حال کې دا څرګندونې راپورته کوي، چې په قطر کې خپلمنځي خبرو تر دې دمه کومه غوره پایله نده ورکړې او ورسره په ټول هېواد کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

ملابرادر په دې اړه  د خلکو او نړیوالو له اندېښنو سره همغږی شوی او وایي: مونږ هغه پوښتنې( او پوښتنې) درک کوو، چې د بهرنيو عسکرو له وتلو وروسته رامنځته کيدونکي نظام د ډول په اړه هم له افغانانو او هم له نړیوالو سره موجودې دي. د دغسې پوښتنو په ځواب کې بايد ووايو، چې دا په بين الافغاني مذاکراتو پورې اړه لري. مونږ بايد له وخت مخکې پر هسي اټکلونو د مذاکراتو فرصت له لاسه ور نکړو.

د طالبانو سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري.

ملابرادر ویلي؛ د ښځو او لږکیو حقونه به خوندي وي او له ځوانانو یې غوښتي، چې هېواد کې پاتې شي او هېوادوالو ته خدمت وکړي.

هغه په ډاګه کړې: مونږ د اسلام د مبارک دین د اساساتو او د افغان ټولنې د غوره عنعناتو په رڼا کې د خپل هېواد د ټولو نرینه او ښځینه وګړیو ټولو حقونو ته لکه د بیان آزادي، ښوونه اوروزنه، کارکول او… ته ځان ژمن بولو؛ ځکه زمونږ ټولنه یوه اسلامي او له افغانانو جوړه یوه ټولنه ده، نو د ښځو د تعلیم او کار لپاره به مناسب چاپېریال او تسهیلات برابرېږي، چې هغوی په پوره ډاډ خپلې چارې مخ ته یوسي.

ملابرادر زیاته کړې: اسلامي امارت هوډ لري، چې هېوادوالو ته د خپل هېواد او ولس د خدمت مناسب فرصتونه برابر کړي، ټول باید د خپل هېواد د بیا رغونې او د ولس د خدمت لپاره لاسونه سره ور کړو، زموږ هېواد او ولس ملي تجارانو ځوانانو، متخصصینو او کارپوهانو ته په ځانګړي ډول اړتیا او ضرورت لري. ځوانان په حقیقت کې د هرې ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، مونږ پر ځوانه طبقه غږ کوو، چې تاسې د خپل هېواد او ولس د خدمت مسوولیت لرئ، او اسلامي امارت به تاسې ته دغه فرصت برابروي.

ملابرادر اخند ټولو نړیوالو خیریه بنسټونو او ډیپلوماتانو ته ډاډ ورکوي، چې د دوی لخوا دوی ته کوم خطر متوجه ندی او کولی شي خپل کارونه روان وساتي.

نوموړی نړیوالې ټولنې ته ډاډ ور کوي، چې په افغانستان کې میشتو بهرنیو ډيپلوماټانو او د بهرنیو خیریه مؤسسو کارکوونکیو ته به د اسلامي امارت لخوا هیڅ ډول خطر نه متوجه کېږي، زموږ په هېواد کې له ډېر وخت راپدیخوا خیریه مؤسسې د اسلامي امارت په همکارۍ او همغږۍ خپل کارونه تر سره کوي، دوی دې اوس هم خپلو خیره کارونو ته دوام ورکړي، اسلامي امارت د رغنده کارونو د تر سره کولو لپاره دوی ته خوندي چاپېریال برابرول خپل مسوولیت ګڼي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا وایي؛ واک و ځواک ته د طالبانو له رسېدو سره به د ښځو حقونو په اړه پرمختګونه له پامه وغورځول شي.

Trending

Exit mobile version