Connect with us

تازه خبرونه

طالبان په افغانستان کې سولې ته ژمن ندي

خپور شوی

د

ولسمشرغني په لوګر ولایت کې د وینا پر مهال ویلي؛ وسلوال طالبان سولې ته ژمن ندي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې يې بریدونه ډېر کړي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د چارشنبې پر ورځ لوګر ولایت ته د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د امنیتي حالاتو د ارزوانې په موخه سفر وکړ او په یو جوړه شوې غونډه کې یې طالبانو ته په وینا کې وویل ، چې دوی اوس هم سولې ته ژمن ندي او خپلو بریدونو ته یې زور ورکړی دی.

ولسمشر غني زیاته کړې، چې د سولې پر وړاندې ځینې خنډونه شته؛ خو مخنیوی یې نشي کولی او دوی به د سولې لپاره هر ډول قرباني ورکړي.

 نوموړی په ډاګه کړې؛ افغان دولت ژمن دی، چې په هېواد کې د وینې تویول ودرېږي او دایمي سوله راشي.

ولسمشر همدارز لوګر ولایت ته په خپل سفر کې د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ښه والي ډاډ ورکړ او  ترڅنګ یې له خلکو سره ژمنه وکړه، چې په بېلابېلو برخو کې به ورته پام وکړي.

ولسمشرغني وايي؛ د لوګر اوسنی امنیتي وضعیت ورته د منلو ندی او ډېر ژر به د کابل ـ ګردېز لویې لارې ترڅنګ  ازرې ولسوالۍ ته غزېدلې لویه لار، چې له کلونو راپدیخوا ناامنه ده؛ له امنیت برخمنه شي.

د لوګر ولایتي شورا وکیلانو ويلي، چې د امنیت، بیارغونې، پوهنې او روغتیا په برخه کې تر ډېره دې ولایت ته پام ندی شوی.

دوی له ولسمشره وغوښتل، چې دغو برخو ته باید پاملرنه وکړي.

ولسمشر بیا د نورو ژمنو ترڅنګ دا ژمنه هم وکړه، چې د سویل ختیځ زون د کرومایټو پر کانونو به پانګونه وکړي او دا به د دې ولایتونو په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.

Published

on

ملګرو ملتونو تائید کړې؛ د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د سازمان د عمومي منشي مرستیال رزماري ډیکارلو پلان لري، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې کابل ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.

دوجاریک ویلي، چې دا سفر د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټرش له‌خوا د ۲۰۲۳ کال په می میاشت کې د پیل شوي دوحې د بهیر تعقیب لپاره دی. هغه ټینګار وکړ، چې ښکېلتیا باید اصولي او عملي وي، چې د افغانانو د ګټو او هوساینې راوڅرخیږي.

د ډیکارلو د سفر پلان په پیل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د سې‌شنبې پر ورځ له امیر خان متقي سره د یوناما د چارواکو له لیدنې وروسته اعلان شو.

Continue Reading

تازه خبرونه

جاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې د طبیعي پېښو قربانیانو لپاره د رواني او ټولنیزې روغتیا د ملاتړ پراخولو لپاره د جاپان ۳ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.

دې بنسټ زیاته کړې؛ دا ډول مرستې په هغو سیمو کې روغتیایي پاملرنې او رواني ټولنیز ملاتړ ته د لاسرسي ښه کولو لپاره مهمې دي، چې خدمات محدود وي او د زیان منونکو خلکو ترمنځ د هوساینې په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نږدې یو میلیون غیرقانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه شول – ټریبیون ورځپاڼه

د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي؛ په راستنېدونکو کې ۲۳۰ زره ۴۷۰ کسان د ثبت، ۷۱ زره ۵۷۰ یې د افغانستان د تابعیت کارتونو لرونکي او ۶۸۶ زره  ۷۷۲ نورو قانوني اسناد نلرل.

Published

on

د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا له لارې د غیرقانوني افغان وګړو د بېرته ستنولو بهیر روان دی او تر اوسه پورې ۹۸۸ زره ۸۱۲ کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي؛ په راستنېدونکو کې ۲۳۰ زره ۴۷۰ کسان د ثبت، ۷۱ زره ۵۷۰ یې د افغانستان د تابعیت کارتونو لرونکي او ۶۸۶ زره  ۷۷۲ نورو قانوني اسناد نلرل.

یوازې پرون ۲ زره ۳۱۲ افغانان د تورخم له لارې ستانه شول، چې په کې ۱۵۲۲ د ثبت کارت لرونکي، ۲۷۷ د تابعیت کارت لرونکي او ۵۱۳ اسناد نه‌لرونکي کسان ول.

دا بېرته ستنېدا د پاکستانيو چارواکو پر ټینګار روانه ده؛ ځکه، چې موخه یې د غیرقانوني کډوالۍ اداره کول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو ویلي؛ له کډوالو سره باید انساني او اصولي چلند وشي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!