تازه خبرونه

طالبان له هوکړې وروسته پر لنډ مهالي عمومي اوربند سلا شوي- سرچینې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي؛ د طالبانو مشرتابه له څو ورځو سلا مشورو وروسته سلا شوی، چې له امریکا سره د سولې تړون له لاسلیک سره سم عمومي اوربند ومني

د طالبانو د واکمنۍ د المپیک ملي کمیتې رييس شکور مطمین ويلي، چې له قطر څخه د شهاب الدین دلاور پر مشرۍ درې کسیز پلاوي په پاکستان کې له خپلو رهبرانو سره سلا مشورې پای ته رسولي او قطر ته ستانه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ طالب مشران په دې سلا شوي، چې له امریکا سره د سولې د تړون له لاسلیک سره همهاله لنډ مهالي عمومي اوربند ومني.  

تر اوسه امریکايي چارواکو د طالبانو دغه دریځ ته غبرګون ندی ښودلی.

امریکا له طالبانو غوښتي وه، چې د سولې د تړون له لاسلیک لس ورځې مخکې باید اوربند وکړي.

افغان حکومت وايي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په لړ کې باید دوامداره اوربند وشي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال تمه ښودلې، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون له لاسلیک وروسته باید د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي، چې اوربند یې اساسي شرط دی.

له قطر څخه ځينې سرچینې وايي؛ د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ په وقفیې توګه خبرې روانې دي، چې د سولې د تړون لاسلیک لپاره زمینه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version