تازه خبرونه
طالب وسلوالو په کابل او ننګرهار کې ۳ خبریالان وډبول
نن چارشنبه د زمري پر ۲۷ د طالبانو لخوا د پژواک خبري آژانس او آاریانا نیوز ټلویزیون انځوراخیستونکي په ننګرهار کې او د کابل هوایي ډګر مخې ته د خورشید ټلویزیون خبریال نوید احمد کاووش وډبول شول.
د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ څار بنسټ ( نی ) ویلي، چې نن سهار په جلال آباد ښار کې د یو شمېر کسانو لخوا د آریانا نیوز ټلویزیون انځور اخیستونکی محمود نعیمي او د پژواک خبري آژانس انځور اخیستونکی ببرک امینزاده د لاریون پر مهال وهل شوي دي.
یوه انځوراخیستونکي د نی بنسټ ته ویلي، چې د وسلوالو طالبانو لخوا وهل شوي دی.
همدارنګه د افغانستان د ژورنالیستانو ټولنې راپور ورکړی، چې د خورشید ټلویزیون خبریال نوید احمد کاوویش د کابل هوایي ډګر مخې ته د طالبانو له یوه غړي سره د مرکې پر مهال وهل شوی دی.
د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق منلې، چې دوی د کابل او ننګرهار د هوای ډګرونو مخې ته د خبریالانو پر وړاندې د ناوړه چلند او ګواښونو راپورونه ترلاسه کړي، چې تر څېړنې لاندې دي.
احمدالله وثیق ډاډ ورکوي؛ دوی به له هغو کسانو سره ورته چلند وکړي، چې دغه خبریالان یې ګواښلي دي.
د یادونې ده، چې نن په ننګرهار کې یوشمېر هڅاندو ځوانانو د افغانستان له درې رنګه بیرغ څخه د ملاتړ پر موخه یو روان لاریون ترسره کړی او په کابل کې یو شمېر نورو ځوانانو له هېواده د وتلو لپاره هوایي ډګر ته د ننوتلو هڅې کولې.