تازه خبرونه

طالب پلاوي د خبرو میز پریښی او پلمې لټوي ـ جمهوريت پلوي

Published

on

د افغانستان جمهوریت پلوي پلاوي ویلي، چې طالبانو د خبرو اترو میز پریښی او د خلکو د اذهانو د ګدودولو لپاره بې بنسټه پلمې لټوي.

د یاد پلاوي غړیو له خبریالانو سره په مجازی ناسته کې څرګنده کړې؛ دوی د حکومت د مشرتابه د بدلون په اړه د پرېکړې واک نلري او د ولسمشر استعفا دوی ته د منلو وړ نده.

د افغانستان د جمهوریت پلوي پلاوي غړي رسول طالب ویلي، طالبانو له عذر پرته د خبرو میز پریښی دی.

دوی ويلي، چې خبرې پوره بندې ندي او دوی به په دوحه کې د طالبانو راتګ لاره څاري.

د جمهوریت پلوي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وایي، د طالبانو لخوا د ولسمشر غني د ګوښه کېدو غوښتنه مونږ ته د منلو نده.

له بلې خوا طالب پلاوي د سیمې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه تر سره کوي؛ د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې وروستیو کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره دوه اړخیزې خبرې کړي دي.

طالب ویاند محمد نعیم ویلي، چې په دې ناسته کې بحث او خبرې د دواړو هېوادونو پر ستونزو، سیمه ییز وضعیت، د سولې خبرو او د دوحې د هوکړې پر پوره پلي کیدو راڅرخېدلي دي.

د جمهوریت پلوي پلاوي غړي غلام فاروق مجروح ویلي؛ که طالبان په رښتیا سوله غواړي، د خبرو میز ته راوګرزي.

د لنډمهالي حکومت موضوع او د ولسمشر غني استعفا د حکومت مشران په غصه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري پلوي پلاوي د غړیو د څرګندونو له مخې؛ د لنډمهاله حکومت مسله نه طالبانو پرې خبرې کړي او نه هم نورې نړۍ؛ خو نړۍ د افغان حکومت له دریځ ملاتړ کوي.

Trending

Exit mobile version