سیمه ییز خبرونه

طبعي پېښو سره د مبارزې په برخه كې تر ډېره بريده تدا بير نيول شوي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، چې د ژمي له رارسېد و وړاندي په هېواد كې د احتمالي طبعي پېښو پر مهال د مرستو رسولو او د پېښو له امله د زيانونو د مخنيوي لپاره يې پوره چمتوالى نيولى دى.

د طبعي پېښو سره د مبارزې د ادارې مسئولين وايي، چې د راروان ژمي څخه وړاندې يي د طبعي بېښو سره د مبارزې او د هغه د مخنيوې په برخه كې تر ډېره بريده خپل تدا بير نيولي.

دغه څرگندونې د يادې ادارې رئيس محمد دايم كاكړ د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۵ ) د سارك غړو هېوادونو د غونډې په يوې څنډه كې يوې خبري ناستي ته وكړې.

او همدارنگه يي وويل، د نړيوالو ډونرانو، د خېرېه بنسټونو او د اړوندو وزارتونو په مرسته يي يو شمېر ولايتونو ته داړتيا وړ توكي رسولي دي او يو شمېر هغو سيمو ته به هم د اړتيا وړ توكي ولېږي، چې د طبعي پېښو د رامېنځ ته كېدو احتمال پكښي شته.

دا په داسي حال كي ده، چې په كابل كي د سارك د سازمان دغړو هېوادونو له خوا څخه يو لس ورځينى وركشاپ هم جوړ شو، چې موخه يي را مېنځ ته كېدونكو  طبعي پېښو ته د حل لارو موندل بلل شوى دى.

د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې رئيس همدا راز زاتوي، چې د سارك له غړو هېوادونو سره يي ځكه دغه وركشاپ نيولى تر څو د دوى له تجروبو څخه په گټه اخستنې په هېواد كې د طبعي پېښو پر مهال لازم او گټور گامونه پورته كړاى شي او په دې برخه كې به د سارك له غړو هېوادونو مرسته هم وغواړي.

Trending

Exit mobile version