تازه خبرونه
اسلامي امارت په تېر کال کې له نړۍ سره د اړیکو عادي کولو ته پراخې هڅې کړي

د افغانستان اسلامي امارت دیپلوماتیک نظام په تېرو دولس میاشتو کې له سیمې او نړۍ سره د سیاسي اړیکو د نوي فصل د پرانستلو لپاره پراخې هڅې کړې دي.
که څه هم دې هڅو تر اوسه کوم هېواد نه دی اړ کړی، چې اسلامي امارت پر رسمیت وبېزني؛ خو د سیمې او نړۍ په ځینو هېوادونو کې د اسلامي امارت بیرغ پورته شوی دا هېوادونه په کابل کې سفارتونه لري.
روسیه، چین، ترکیه، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قطر او عربي متحده امارات هغه هېوادونه دي، چې په افغانستان کې یې سفارتونه پرانستي او د اسلامي امارت سفارتونه هم په دغو هېوادونو کې فعال دي.
له تاجکستان پرته د افغانستان د نږدې ټولو ګاونډیانو پیغامونه له ترهګرۍ سره د مبارزې، بشري حقونو او حاکمیت په برخه کې هراړخیز دي، چې تر ډېره د امریکا له ګټو سره سمون خوري.
په تېرو دولس میاشتو کې د اروپايي هېوادونو سیاسي نمایندګي یوازې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره فعالې دي. هند هم په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره یوه تخنیکي ډله لري.
د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي ويلي، چې اسلامي امارت د نورو هېوادونو هيلو او ګټو ته درناوى لري او په بدل کې يې له اسلامي امارت سره د ورته تعامل غوښتنه کوي.
دا هیله څو ځله د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم څرګنده کړې، چې اسلامي امارت متوازن او پر اقتصاد راڅرخېدونکی بهرنی سیاست لري او غواړي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ولري.
په تېرو کال کې د سیمې او نړۍ هېوادونو هم د افغانستان په اړه غونډې جوړې کړېي؛ خو په ډېرو دغو غونډو کې د اسلامي امارت هیڅ استازی نه و.
دغه راز څو اوونۍ مخکې په تاشکند کې د اروپا د امنیت او همکارۍ ټولنې په ګډه غونډه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره د یوې بین الافغاني مذاکراتي ډلې د جوړولو وړاندیز وکړ.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ورته څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان باید د نړۍ پر کچه په سیاسي انزوا کې پاتې نهشي.
نړۍ په تېره بيا ناتو، امريکا او لویديځو هېوادونو له تېر یو کال راپدیخوا د افغانستان په اړه روښانه او مشخصه تګلاره نه درلوده او دې هېوادونو له افغانستان سره د څو اړخيزې ديپلوماسۍ له لارې معامله ونه کړه او په دې برخه کې کومه سياسي اجماع هم رامنځته نه شوه؟!
د نړیوالو اړیکو کارپوه عزیز بارز په دې اړه وايي: زمونږ یو شمېر ګاونډیان د خپلو ګټو پر بنسټ د تعامل غوښتونکي دي. د اروپایی هېوادونو یو سفیر ویلي، چې د نړۍ تعامل له طالبانو (اسلامی امارت) سره په منفی توګه روان دی.
اسلامي امارت هیله لري، چې په نوي لمریز لېږدیز کال کې به د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلې سیاسي اړیکې نورې هم پیاوړې او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو له افغانستان سره د مرستې بودجه کمه کړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړې؛ ملګرو ملتونو او بشري ادارو د ۲۰۲۳ ز. کال لپاره افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو بودجه ۳ اعشاریه ۲ میلیارد دالرو ته راټیټه کړه، چې د تېر کال پر پرتله ۴ اعشاریه ۶ میلیارد دالره کمه شوې ده.
رویترز راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت د ښځینه مرستندویه کارکوونکیو د محدودیتونو په پایله کې “د عملیاتي شرایطو بدلون” د بیاکتنې له پلان سره مرسته کړې.
اسلامي امارت افغان میرمنې د انجو ګانو او ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع کړې دي.
مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی، چې دا کار به د مرستو رسولو بهیر نور هم اغېز من کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې افغانستان اوس هم د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري ناورین دی، چې دوه پر درېیمه برخه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.
ځینو بشري چارواکو او ډیپلوماتانو خبرداری ورکړی چې د نړیوال بحران او اقتصادي لومړیتوبونو د ارزونې لپاره د ښځینه کارکونکو او تمویل کونکو حکومتونو په اړه د IEA محدودیتونو له امله افغانستان ته د تمویل احتمالي کمښت خبرداری ورکړی.
اوس هم څرګنده نهده، چې د تعدیل شوې بودجې څومره برخه به د بهرنیو تمویلونکیو لخوا تمویل شي.
په ۲۰۲۲ کې د افغانستان لپاره نړیواله بشردوستانه غوښتنه ۴.۴ میلیارد دالره وه، چې شاوخوا ۳ اعشاریه ۲ میلیارد دالر یې ترلاسه کړل.
د دغې ټولنې د څرګندونونو له مخې؛ له تېر کال راپدیخوا د اړمنو کسانو شمېر ډېر شوی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې د اپریل په میاشت کې وړاندویېنه کړې وه، چې که په مرستو کې ۳۰ سلنه کموالی راشي؛ نو د افغانستان اقتصاد به له سقوط سره مخ او انفلاسیون به لوړ شي.
تازه خبرونه
د بدخشان مرستیال والي په موټر بم چاودنه کې ووژل شو

د بدخشان سیمه ییز چارواکي تائیدوي، چې نن سهار (د غبرګولي ۱۶ ) په فیضآباد ښار کې د موټر بم چاودنې له کبله د دغه ولایت د مرستیال والي نثار احمد احمدي په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د فيضآباد ښار د محکمې په څلور لارې کې رامنځته شوې ده.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ويلي، چاودنه د بدخشان ولایت د مرستیال او سرپرست مولوي نثار احمد احمدي پر موټر شوې ده.
نوموړی وايي، چې په دې برید کې شپږ کسان نور ټپیان شوي دي.
هغه زياته کړې، چې ټپيان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او پهدې اړه کشفي او استخباراتي ارګانونو له لوري نورې پلټنې روانې دي.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نهده اخیستې.
عيني شاهدانو ويلي، چې په دې موټر بم چاودنه کې مرستيال والي او د هغه موټر چلوونکى وژل شوي او يو شمېر نور ملکي وګړي ټپيان دي.
لهدې مخکې هم د دغه ولايت امنيه قومندان او د کانونو رييس په ورته چاودنو کې وژل شوي وه.
نثار احمد احمدي د اسلامي امارت له رامنځته کېدو راپدیخوا د بدخشان والي د مرستیال په توګه کار کاوه او په دې وروستیو کې د والي د نشتوالي له کبله د دغه ولایت د سرپرست دنده هم ور پر غاړه وه.
تازه خبرونه
د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان په کندهار کې د میرمنو په ګډون فعالیتونه بیا پیل کړل

د ناروې د کډوالو شورا په ډاګه کړې، چې په کندهار ولایت کې یې د ښځینه او نرینه کارکوونکیو په ګډون خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي؛ ښځې وتوانېدلې، چې په کندهار او د افغانستان په يو شمېر نورو سيمو کې خپل بشري فعاليتونه بيا پيل کړي او د دوى بشري مرستې د نرينه او ښځينه همکارانو، نجونو او هلکانو له مساوي ونډې سره تر سره کیږي.
د ناروې د کډوالو شورا رییس یان اګلند وایي: زه خوشحاله یم، چې دا تائیدوم، چې مونږ په کندهار کې او همدارنګه د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې خپل ډېري بشري عملیات بیا پیل کړي دي. زمونږ ټول کار د نرینه وو، ښځو، نجونو او هلکانو لپاره یو شان دی او د ښځو او نرینه وو پر مساوي ګډون روان دی.
یو شمېر حقوق پوهان د مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه خورا مهمه ګڼي او له اسلامي امارته غواړي، چې ټولو ښځو ته په ملي او نړیوالو ادارو کې د کار کولو اجازه ورکړي.
په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ویلي، چې له افغانستان سره د دې ټولنې مرستې کمې شوي دي.
د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، د هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمو کنګل کېدل او د ځینو محدودیتونو لاملونه د بېوزلۍ د پراخېدو لامل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې ګڼو نړیوالو مرستندویه ادارو اعلان کړی و، چې د ښځو پر کار بندیز په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر زیانمن کړی او له ښځینه کارکوونکیو پرته نهشي کولی خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
-
سوداگري4 days ago
پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د جنس پر جنس سوداګرۍ امر کړی
-
سوداگري5 days ago
اسلامي امارت د سرپل د کانونو پر استخراج د پانګونې نوی ډاډ څرګند کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په هند کې د ریلګاډي د قربانیانو د موندلو هڅې روانې دي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ولایتي ادارو له مرستندویانو سره خپل لومړیتوبونه شریک کړل
-
سوداگري3 days ago
ازبکستان او پاکستان د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو خبرې وکړې
-
سوداگري2 days ago
له هوايي ډګرونو هره ورځ ۲۰ نړیوالې الوتنې ترسره کېږي – ترانسپورت وزارت
-
سوداگري2 days ago
د وارداتي برښنا د پورونو ډېره برخه ورکړ شوې ده – د افغانستان برښنا شرکت
-
لوبی12 hours ago
د افغانستان او هند تر منځ د کرکت د سیالیو د ځنډیدو خبرونه ورکړ شول