تازه خبرونه
عالمان دې د نشه یي توکو د مخنیوي په اړه خلک خبر کړي
اسلامي امارت له ديني عالمانو غوښتي، چې د جوماتونو له لارې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او کارولو د مخنيوي په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.
د کورنیو چارو او حج او اوقافو وزارتونو یوه ګډ پلاوي په هرات کې له دیني عالمانو سره د نشه يي توکو د کښت او تولید د بندولو په اړه پر عملي ګامونو پورته کولو خبرې کړې دي. دغه پلاوي ويلي، چې د نشه يي توکو د کښت او تولید د مخنیوي لپاره کافي بودیجه ځانګړې شوې او له همدې کبله اوسمهال پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره پروګرامونه تر لاس لاندې دي.
د کورنیو چارو وزارت د حج او اوقافو وزارت پر همکارۍ د دغه فرمان د پلي کولو مسوولیت پر غاړه لري او له دواړو وزارتونو څخه یې یو پلاوی ټاکلی، چې دغه مسایل له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره شریک کړي.
له کابل وروسته هرات يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر په کې تر ټولو زيات دى.
د تېرو کلونو د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې پر نشه يي توکو شاوخوا ٧٠ زره روږدي دي، چې پېنځه زره يې میرمنې دي.
د هرات جامع جومات خطیب محمد نور رحماني وايي، حکومت مکلف دی، چې له دې ستونزې سره د مبارزې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
دا مهال په دې ولايت کې تر ټولو جدي ټولنيزه ستونزه په نشه يي توکو د زرګونه روږدو کسانو شتون دى، چې تر اوسه یې د درملنې لپاره کوم منظم پروګرام په پام کې ندی نیول شوی، خو دولتي چارواکي په دې باور دي، چې ديني عالمان کولى شي د جوماتونو له لارې د مخدره توکو له زیانونو څخه د خلکو د خبرولو په برخه کې له دوى سره مرسته وکړي.
ویل کیږي، چې دا مهال په هېواد کې شاوخوا پېنځه میلیون کسان پر نشه يي توکو روږدي دي. د اسلامي امارت اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې، دمګړۍ حکومت د دغو روږدو کسانو د راټولولو او درملنې پر څرنګوالي راڅرخېدلی دی.
