سیمه ییز خبرونه

عباس عراقچي په م.م کې د ایران له سفیر سره د ایلان ماسک لیدل رد کړل

هغه د شنبې پر ماښام (د لړم شپږویشتمه ) په يوه پروګرام کې ویلي، چې له ایلان ماسک سره هیڅ یوه ایراني چارواکي لیدلي ندي او دا موضوع یې د امریکایانو خبر جوړول یادکړي دي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد له سفیر سره د ایلان ماسک د لیدلو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل.

هغه د شنبې پر ماښام (د لړم شپږویشتمه ) په يوه پروګرام کې ویلي، چې له ایلان ماسک سره هیڅ یوه ایراني چارواکي لیدلي ندي او دا موضوع یې د امریکایانو خبر جوړول یادکړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران اسلامی جمهوریت له استازی سعید ایرواني سره د ایلان ماسک د کتنې خبر لومړی نیویارک ټایمز خپور کړ او څرګنده یې کړه، چې دواړو لوریو د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

عراقچي زیاته کړې: یقیناً د اسلامي جمهوریت هیڅ یو سفارت او دفتر به له همغږۍ پرته دا ډول غونډې ترسره نکړي.

څو ساعته مخکې د ایران دولتي خبري سرچینې ایرنا لیکلي وه، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نه یوازې دا ناست رد کړې، بلکې د امریکایي رسنیو د دې پوښښ په اړه یې حیرانتیا هم څرګنده کړې ده.

دا تردیدونه په ملګرو ملتونو کې د ایران له سفیر امیر سعید ایرواني سره د ایلان ماسک د کتنې د خبرونو له پراخ پوښښ وروسته خپاره شوي دي.

د دې ناستې خبر لومړی د پنجشنبې پر ورځ (د لړم پر څلیریشتمه ) نیویارک ټایمز د ځینو ایراني چارواکو پر حواله خپور کړ، چې د دواړو لوریو د خبرو تمرکز د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو پر څرنګوالي و.

Trending

Exit mobile version