تازه خبرونه
عبدالله عبدالله د سولې خبرو د پیاوړتیا لپاره پاکستان ته سفر کوي
ټاکل شوې، چې سبا د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ دوه پنځوس کسیز پلاوی د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته سفر وکړي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر د سپتمبر پر اته ویشتمه اسلام آباد ته ځي او ټاکل شوې، چې د خپلمنځي خبرو په اړه د پاکستان له لومړي وزیر عمران سره خبرې وکړي.
په پام کې ده، چې عبدالله عبدالله به د پاکستان له لوی درستیز سره د سولې خبرو پر پیاوړتیا هم وغږیږي.
ځينې د نظر خاوندانو ويلي، چې پاکستان کولی شي پر طالبان فشار راوړي او په خپلمنځی خبرو کې رامنځته شوې ستونزه حل کړي.
د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون څرګنده کړې، چې له عبدالله عبدالله سره د هغه د دوه مرستیالانو په ګډون دوه پنځوس کسیز پلاوی هم ملتیا کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیره فرخنده زهرا نادري، سید اسحاق ګیلاني، مصطفی مستور هم د دغه پلاوي غړي دي او محمد معصوم ستانکزی او محمد ناطقي به له قطر څخه په اسلام آباد کې له دغه پلاوي سره مل شي.
د نظر ځينې خاوندان په دې باور دي، چې که پاکستان پر طالبانو فشار راوړي؛ کیدای شي په خپلمنځي خبرو کې رامنځته شوې ستونزې حل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني د شنبې پر ورځ له عمران سره په خبرو کې پر اوربند ټینګار کړی او هغه ته یې د کابل د سفر بلنه ورکړې او دا غوښتنه منل شوې ده.