تازه خبرونه
عبدالله عبدالله راروانه اوونۍ ایران ته سفر کوي
د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله به د یکشنبې پر ورځ ایران ته سفر وکړي.
د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ عبدالله به تهران ته په خپل درې ورځني سفر سفر کې د ملي پخلاینې د عالي شورا د یو شمېر غړیو، د افغانستان د ملي شورا د غړیو او د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو څخه د جوړ شوي یو پلاوي مشري کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده د عبدالله عبدالله په مشرۍ د دغه پلاوي ورتګ منلی او خبریالانو ته یې ویلي، چې عبدالله به په تهران کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني، د پارلمان له مشر محمد باقر قلیباف، د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او نورو لوړ پوړیو ایراني چارواکو سره وګوري.
دا به په تېره یوه میاشت کې دسیمې هېوادونو ته له پاکستان او بیا هند وروسته د عبدالله درېیم رسمي سفر وي.
د سیمې هېوادونو ته د عبدالله عبد الله د سفرونو لړۍ او لیدنې د سولې خبرو لپاره د سیمه ییز ملاتړ پر تر لاسه کولو راڅرخي.