تازه خبرونه
عبدالله عبدالله په دوحه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره ولیدل
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن یکشنبه د چنګاښ ۲۷ د دوحې په خپل استوګنځي کې د افغان سولې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ژان ارنولټ سره ولیدل.
په دې لیدنه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په لوړه کچه د مذاکراتو له پيلېدو خوښي وښوده او هغه یې د سولې لپاره مهم ګام وباله.
نوموړي ټينګار کړی، چې د افغانستان د ستونزې یوازنۍ حل خبرې اترې دي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو له همکارۍ د مننې ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په خبرو اترو باور لري او د ستونزو د حل یوازنۍ لار همدا مذاکرات دي.
په دې ناسته کې د سولې پر وروستیو هڅو، مذاکراتو او له دې مذاکراتو څخه د پوره ملاتړپه اړه بحث او خبرې اترې ترسره شوې دي.