تازه خبرونه
عدلیې وزارت د ۵ خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراګانو دفترونه وتړل
ویل کیږي، چې د ارزونې او څارنې پلاوي دغو خیریه بنسټونو او ټولنو ته سپارښتنه وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت له اصولو او پالیسۍ سره سم فعالیت وکړي او دغه راز ترې وغوښتل شوږل، چې په خپل وخت د خپلو فعالیتونو راپور د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو ریاست ته وړاندې کړي.
د اسلامي امارت، عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو نظارتي پلاوي د تېرو دوه میاشتو راپدېخوا په کابل کې ۳۴ ټولنې او خیریه بنسټونه نظارت او بررسي کړل، چې ۵ دفترونه د غیرقانوني فعالیت په دلیل وتړل شول.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې: دا ارزونه د ۱۴۰۳ل. ل کال په زمري او وږي کې ترسره شوې، چې د ۱۸ ټولنو، ۱۵ خیریه بنسټونو او یوې شورا فعالیتونه نظارت او د یاد پلاوي لهخوا وارزول شول، چې درې خیریه بنسټونه، یوه ټولنه او یوه شورا د رسمي جواز د نلرلو، د جواز د وخت د پای ته رسېدلو او یو لړ سرغړونو پر دلیل وتړل شول.