نړۍ

عراقي ځواکونو د داعش د مشر البغدادي مرستیال نیولی

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۹, ۱۴۰۰)

عراقي چارواکو ویلي، چې د داعش مالي مسوول او د دې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي مرستیال یې نیولی دی.

د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې عراق د اسلامي دولت (داعش) لوړ پوړی غړی او د دې ډلې د مالي چارو مسوول او د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي مرستیال نیولی دی.

د عراق لومړي وزیر زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې اردو د هېواد پارلماني ټاکنې خوندي کولې؛ د هېواد استخباراتي ټولنې په بهر کې د پېچليو عملیاتو په لړ کې د داعش مالي مشر سامي جاسم ونیوه.

هغه په دې اړه نور څه ندي ویلي.

سامي جاسم په دې ډله کې حاجي حمید الجبوري نومول شوی او له کلونو راپدیخوا په سویل موصل کې د داعش والي و.

Trending

Exit mobile version