سیمه ییز خبرونه

عراقچي د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

په دې لیدنه کې لاوروف د ایران د اټومي پروګرام د شخړې د حل په اړه د منځګړیتوب لپاره د مسکو وړاندیز بیا تکرار کړ.

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې پر ورځ(د چنګاښ پېنځلسمه) د بریکس سرمشریزې په څنډه کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ولیدل.

په دې لیدنه کې لاوروف د ایران د اټومي پروګرام د شخړې د حل په اړه د منځګړیتوب لپاره د مسکو وړاندیز بیا تکرار کړ.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ لاوروف تېره میاشت پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونو د غندلو په ګډون “د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې تر څارنې لاندې د اټومي تاسیساتو بمبارډ” او د ډیپلوماسۍ له لارې د اټومي مسلو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: “مسکو د روسیې د ولسمشر لخوا د پخوانیو نوښتونو په ګډون د دوه اړخیزو منلو وړ حلونو په موندلو کې د مرستې لپاره خپل چمتووالی هم څرګند کړی دی.”

عراقچي د ۱۲ ورځنۍ جګړې په بهیر کې هم مسکو ته سفر کړی و.

Trending

Exit mobile version