نړۍ

عراق د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د ماموریت پای ته رسولو پرېکړه وکړه

Published

on

د عراق د لومړي وزیر محمد شیعه السوداني دفتر د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د عراق حکومت به له دغه هېواده د امریکا پر مشرۍ د نړیوال پوځي ائتلاف د پای ته رسولو لپاره ګډه کمیټه جوړه کړې ده.

امریکا په سوریه کې ۹۰۰ او په عراق کې ۲۵۰۰ سرتېري لري او وايي؛ د داعش د بیا راژوندي کیدو په مخنیوي کې له سیمه ییزو ځواکونو سره مرسته کوي، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې له ماتې مخکې د دواړو هېوادونو لویه برخه نیولې وه.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا په بغداد کې د سوډاني وسله والو یو مشر وواژه، چې له ایران سره یې د تړلیو ډلو غصه یې راوپاروله، چې په عراق کې یې د ائتلافي ځواکونو د شتون د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د لومړي وزیر د دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: حکومت په عراق کې د نړیوالو ائتلافي ځواکونو د شتون د دایمي پای ته رسیدو لپاره د دوه اړخیزې کمیټې د کار د پیلو پر نېټه غور کوي.

یوه حکومتي چارواکي ویلي، چې په دې کمیټه کې به د پوځي ائتلاف استازي هم وي.

پنټاګون اعلان کړی، چې د امریکا پوځ د پنجشنبې پر ورځ دغه برید پر امریکايي پوځیانو د وروستیو بریدونو په غچ کې کړی دی.

په عراق او سوریه کې له ایران سره تړلې وسله‌والې ډلې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو له جګړې سره مخالف دي او تر یوه حده امریکا پړه بولي.

Trending

Exit mobile version