تازه خبرونه

عراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي

د عراق پارلمان رییس هیبت الحلبوسي د چارشنبې پر ورځ د پارلمان په غونډه کې د دې هېواد پر امنیتي ادارو او تېلو وزارت نیوکه وکړه او د عراق د تېلو د سرچینو د قاچاق د مخنیوي په اړه یې د وضاحت غوښتنه وکړه.

Published

on

 

د عراق پارلمان رییس د هغو استخباراتي راپورونو د څېړلو لپاره د لنډمهالې څېړنیزې کمیټې د جوړولو امر کړی، چې ښايي د کرکوک او کردستان سیمې تېل د ایران له لارې افغانستان ته قاچاق کېږي.

د عراق پارلمان رییس هیبت الحلبوسي د چارشنبې پر ورځ د پارلمان په غونډه کې د دې هېواد پر امنیتي ادارو او تېلو وزارت نیوکه وکړه او د عراق د تېلو د سرچینو د قاچاق د مخنیوي په اړه یې د وضاحت غوښتنه وکړه.

د عراقي رسنیو د راپورونو له مخې؛ استخباراتي معلومات ښيي، چې ښايي د تېلو له بډایه سیمو؛ کرکوک او کردستان څخه تېل د ایران له سرحدي دروازو څخه د افغانستان پر لوري ولېږدول شي.

الحلبوسي دغه موضوع جدي بللې او ټینګار یې کړی، چې مسوولې ادارې باید د تېلو د سرچینو د ساتنې او د هېواد د پولو د کنټرول په اړه ځواب‌ویونکې وي.

د عراق پارلمان د معلوماتو له مخې؛ څېړنیزه کمیټه به د پارلمان د امنیت او دفاع د کمیټې د رییس پر مشرۍ او د تېلو او ګاز، مالي، حقوقي، اداري او سرحدي دروازو د چارو د کمیټو د استازو پر ګډون جوړه شي. دغه کمیټه به شته معلومات وڅېړي او د خپلو څېړنو پایلې به د پارلمان مشرتابه ته وړاندې کړي.

په بابل کې د تېلو د غلا په اړه جلا څېړنه

دغه راز به د عراق پارلمان د بابل ولایت په جرف‌النصر سیمه کې د دولتي لېږد رالېږد له نل‌لیکو څخه د تېلو د احتمالي غلا په اړه هم استخباراتي راپورونه وڅېړي.

په دغو راپورونو کې ویل شوي، چې ښايي د ټانکرونو پر مټ تېل لېږدول شوي وي؛ خو د بابل والي علي ترکي الجمالي د خپرو شویو معلوماتو یوه برخه رد کړې او څرګندوي، چې لږ تر لږه له یادو شویو ځایونو څخه یو یې د امنیتي ځواکونو د سون‌توکو د برابرولو رسمي مرکز و.

همدارنګه د عراق لومړي وزیر علي فالح الزیدي په جرف‌النصر کې د تېلو د محصولاتو د غلا د ادعاوو د څېړلو لپاره د یوې بلې کمیټې د جوړولو امر کړی دی.

پارلماني کمیټه به په کردستان کې د خور مور د ګاز پر ډګر وروستی برید هم وڅېړي؛ هغه برید، چې د ګاز تولید او د برښنا د برابرولو بهیر یې له خنډ سره مخ کړی و.

دا ادعاوې تائید شوې نه‌دي

عراقي چارواکو تر اوسه د افغانستان پر لوري د تېلو په احتمالي قاچاق کې د ښکېلو کسانو هویت، د لېږدول شویو تېلو اندازه او د هغوی وروستي منزل ته رسېدل  تائید کړي نه‌دي.

ویل کیږي، چې له کردستان څخه د تېلو د احتمالي قاچاق او په جرف‌النصر کې د تېلو د محصولاتو د غلا دوه قضیې به هم وڅېړل شي او تر اوسه د دواړو ترمنځ کومه اړیکه ثابته شوې نه‌ده.

Trending

Exit mobile version