تازه خبرونه
عربي متحده اماراتو په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیست
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ویلي، چې په کابل کې عربي متحده اماراتو خپل بیرغ د سفارت پر ودانۍ بیا ورپولو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې؛ عربي متحده اماراتو د خپل بیرغ په پورته کولو سره رسماً، په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت پرانیست.
مجاهد دا مثبت ګام یاد کړی او ډاډ څرګندوي، چې له دې سره به نور پرمختګونه هم رامنځته شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ عربي متحده امارات او افغانستان ښې اړیکې لري او اړتیا ده، چې دوه اړخیزې همکارۍ نورې هم غښتلې شي.
دغه راز تېره ورځ د جرمني او هالند استازیو په کابل کې د اسلامي امارت له استازیو سره په لیدنه کې د جرمني سفارت د بیا پرانېستلو په اړه هم خبرې کړې دي.
همدارنګه د ایټالیا او ترکیې د سفارتونو د بیا پرانیستلو په اړه هم بېلابېل راپورونه ورکړ شوي دي.
په کابل کې د تېر حکومت له سقوط وروسته د چین، پاکستان، قطر، ایران، ترکمنستان، روسیې او قزاقستان هېوادونو سفارتي هڅې روانې ساتلې او ځینې نور هېوادونه تعاملي همکاري لري.
تېره اوونۍ د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې هېواد به یې د قطر له لارې په افغانستان کې ډیپلوماټیکې هڅې ولري.
تر دې دمه د عربي متحده اماراتو بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د دغه هېواد ډیپلوماټیکو سرچینو په دې اړه څه ندي ویلي.