لوبی
عربي متحده اماراتو کرکت لوبډلې افغانستان ته پر ۹ ویکتو ماتې ورکړه
عربي متحده اماراتو د شنبې پر ورځ افغانستان ته د ۹ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه او د درې شل آووریزو لوبو لړۍ یې ۱-۱ مساوي کړه.
افغانستان په زاید کرکټ لوبغالي کې د پچې له ګټلو وروسته د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ۲۰ آوورونو کې یې د ۶ لوبغاړیو پر سوځېدو ۱۳۷ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لپاره نجیب الله ځدراڼ تر ټولو زیاتې ۳۷ منډې وکړې.
حضرت الله ځاځي او افسر ځاځي هر یو پر ترتیب ۲۷ او ۱۸ منډې وکړې.
کوربه لوبډلې یاد هدف په ۱۸.۲ آوورونو کې پوره کړ.
محمد وسیم پر ۵۰ توپونو ۹۱ منډې وکړې.
د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ د شل آووریزو سیالیو درېیمه او وروستۍ لوبه د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې ۳۰ ) ترسره کیږي.