سوداگري
عمان او افغانستان د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا پرلارو چارو خبرې وکړې
دا ناسته د دواړو خواوو د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصاد په برخو کې د همکارۍ د پراخولو او همدارنګه د لوژستیک او ګرځندوی په برخو کې د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو بحث او خبرې وکړې.
د چارشنبې پر ورځ ( د کب دوهویشتمه) د عمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس فیصل عبدالله الرواس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي (سرپرست) امیر خان متقي سره ولیدل.
دا ناسته د دواړو خواوو د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصاد په برخو کې د همکارۍ د پراخولو او همدارنګه د لوژستیک او ګرځندوی په برخو کې د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو بحث او خبرې وکړې.
دواړو خواوو د هغو ګډو پروژو ملاتړ هم یاد کړ، چې د اقتصادي ودې هڅولو کې مرسته کوي او په دې برخو کې د سوداګرۍ او پوهې تبادلې پر اهمیت ټینګار وکړ.
د دې غونډې په بهیر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تبادلې آسانه کولو او د متقابلو ګټو لپاره له موجوده فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه موافقه وشوه.
امیر خان متقي د یکشنبې پر ورځ عمان ته سفر وکړ. د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دا سفر د عمان د بهرنیو چارو وزیر په بلنه ترسره شوی دی.
د یادونې ده، چې د روانې اوونۍ په پیل کې امیر خان متقي د یوه پلاوي پر مشرۍ عمان ته د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر پر بلنه سفر کړی دی.