نړۍ
عمران خان او پوتین د سیمې او افغانستان په اړه خبرې وکړې

د پاکستان لومړي وزیر او د روسیې ولسمشر په ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر وروستیو پرمختګونو، د افغانستان په ګډون د سیمې پر حالاتو او د اسلام وېرونې په اړه خبرې وکړې.
عمران خان د دوشنبې پر ورځ (د جنورۍ ۲۷) ټویټ کړی، چې له ولادیمیر پوتین سره یې ټیلیفوني خبرې کړي او څرګندوي؛ پوتین لومړنی مشر دی، چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) پر وړاندې یې د مسلمانانو له احساساتو سره خواخوږي او حساسیت څرګند کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر په ډاګه کړې؛ پوتین ته یې بلنه ورکړې، چې اسلام آباد ته رسمي سفر وکړي او دواړه لوري د سوداګرۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو او تعاملاتو ډېرولو ټینګار کړی دی.
هغه څرګنده کړې؛ اسلام ضد احساسات راپارول یو ناوړه او له کرکې ډک عمل دی، بدې پایلې رامنځته کوي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر هم په ډاګه کړې؛ عمران خان د افغانستان د شتمنیو پر آزادولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې په دې هېواد کې ثبات د ګاونډ هېوادونو او ټولې سیمې په ګټه دی.
دغه راز ویل شوي، چې افغانان له اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دي او لاسنیوي ته اړتیا لري.
د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان لومړي وزیر د اسلام ضد احساساتو د راپارولو د مخنیوي په اړه د روسیې د ولسمشر له پیغام هرکلی کړی او وایي، چې د اسلام پیغمبر (ص) ته سپکاوی د بیان آزادي نه ده.
نړۍ
د امریکا په یوه ښوونځي کې دوه ښوونکي د ۱۹ ماشومانو په ګډون ووژل شول

د ټکسزاس په یوه لومړني ښوونځي کې د ډزو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۱ ته رسېدلی، چې ۱۹ یې د ښوونځي زدکوونکي دي.
د ټکسزاس والي ګریګ ابوټ ویلي، چې د سې شنبې پر ورځ د غبرګولي ۳ / د می ۲۴ د دغه ایالت په یوه لومړني ښوونځي کې یو ۱۸ کلن هلک پر ډزو څو ښوونکي او زدکوونکي ووژل یو شمېر نور یې ټپیان کړل.
د ګریک ابوټ د لومړنيو څرګندونو له مخې په پېښه کې ۱۴ ماشومان او یو ښوونکی و؛ خو د وژل شویو کسانو شمېر لوړ شو.
هغه دا هم ویلي وه، چې برید کوونکی وژل شوی دی.
نږدې یوه لسیزه مخکې هم ورته یوه خونړۍ پېښه د کنیکټیکټ ایالت په سینډي هوک ښوونځي کې رامنځته شوې وه.
د تکزاس والي د څرګندونو له مخې؛ بریدګر د یووالدي ښار د روب لومړني ښوونځي ته له تومانچې او ټوپک سره ننوت او ډزې یې وکړې.
د تکزاس چارواکو تر دې دمه د بریدګر د انګیزې په اړه څه ندي ویلي؛ خو یوازې دومره وایي، چې له سن انتونیو څخه ۱۳۵ کیلومتره لرې په یوه ښارګوټي کې اوسېده.
ګریګ ابوټ زیاته کړې؛ ښايي بریدګر د پولیسو په ډزو کې وژل شوی وي، چې په اړه یې نورې پلټنې هم روانې دي.
د یووالدي پولیسو هم ویلي، چې برید کوونکی یوازې و.
د ټکسزس ایالت په تاریخ کې دا ستر خونړی برید ګڼل شوی، چې له دې څه نا څه څلور کاله مخکې یو کس د هیوسټون د سانتا فه په منځني ښوونځي کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژلي وه.
د ټپيانو شمېر تر اوسه ندى معلوم؛ خو د يووالدي پوليس وايي، چې څو کسان ټپيان شوي هم دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر ویلي؛ د امریکا ولسمشر جوبایډن د آسیا له پېنځه ورځني سفر څخه د راستنېدو پر مهال له دې بریده خبر شو.
جوبایډن د سې شنبې پر ماښام په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه وینا وکړه، چې د وسلو پر ګرزولو یې نیوکې راوپارولې.
هغه د امریکا له خلکو وغوښتل، چې په هېواد کې د وسلو د لابی پر وړاندې ودریږي او ویې ویل، چې د وسلو ځواکمنې لابي د ټوپک د مالکیت د سختو قوانینو د تصویب مخه نیولې ده.
د ټکسزاس د چارواکو د څرګندونو له مخې، د مرمیو قربانیان د دوه یم، درېیم او څلورم ټولګي زدکوونکي دي.
د یووالدي مموریال روغتون په ډاګه کړې، چې د ۱۵ زدکوونکیو درملنه یې کړې ده.
یووالدي لږ تر لږه ۱۶۰۰۰ اوسیدونکي او وګړي لري. دا ښار د مکسیکو له پولې څخه په ۱۲۰ کیلومټرۍ کې پروت دی او د راب لومړني ښوونځي زدکوونکي هم ټول لاتیني نژاده دي.
نړۍ
په ابوظبي کې ګاز چاودنې ۱۲۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د عربي متحده اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د دوشنبې پر ورځ په یوه رستورانت کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، د ملکي دفاع اور وژونکیو د اور لګېدنې د پراخېدو مخنیوی کړی؛ خو څو دوکانونه او شپږ ودانۍ زیانمنې شوې دي.
دوی دا هم ویلي وه، چې څلور نورې ودانۍ له خلکو تشې شوې وې.
د ځایی رسنیو لخوا خپاره شوي انځورونه ښیې، چې د سړک په اوږدو کې ښیښې او د ویجاړیو توکي پراته دي.
د یادونې ده، چې دغه رستورانت د خلدیې ولسوالۍ د اوبو په غاړه کې پروت دی.
نړۍ
په اوکراین کې روانې جګړې له پوتین سره د لیدنې اړتیا رامنځته کړې– زیلینسکي

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې پر ورځ ویليٍ، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یوازنی روسی چارواکی دی، چې د جګړې د پای ته رسولو په اړه ورسره خبرې اړینې شوې دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي؛ د داووس د نړیوال اقتصادي فورم ۵ غونډې ته د ویډیو لینک له لارې ویلي، چې د روسیې تر اشغال لاندې ملکي وګړیو ته د خبرو اترو تنظیمول وګړیو ته د روسیې د هڅو ښکارندویي کوي.
زیلینسکي تیره اوونۍ اوکرایني ټلویزیون ته ویلي، چې له یو ډول ډیپلوماسۍ پرته د جګړې ودرول ناشوني دي.
هغه زیاته کړې، چې د روسیې لخوا په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیه ټاپو وزمه د زور له لارې نیولې او د بېرته نیولو هر ډول تصور به د سلګونه زره تلفاتو لامل شي.
-
روغتيا 4 ورځې مخکې
د روغتیا نړیوالې ټولنې له بیزوګانو څخه انسانانو ته پر رالېږدېدلي چیچک غور پیل کړ
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
چین او پاکستان په افغانستان کې د پراخ بنسټه سیسټم جوړولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري 2 ورځې مخکې
ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره دې د غنمو د قاچاق مخنیوی وشي ـ اسلامي امارت
-
لوبی 5 ورځې مخکې
هندوکش د زرغون افغانستان د یو ورځني جام اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
که هند په کابل کې د سفارت پرانیستې ته لیواله وي؛ نو د تېر حکومت له چارواکو سره دې اړیکې پرې کړي
-
ساینس او ټیکنالوژي 2 ورځې مخکې
فیسبوک د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر په خپل تور نوملړ کې نیولی
-
نړۍ1 ورځې مخکې
په اوکراین کې روانې جګړې له پوتین سره د لیدنې اړتیا رامنځته کړې– زیلینسکي
-
سوداگري22 ګړې مخکې
افغانستان او عربي اماراتو د هوایي ډګرونو او ځمکنیو خدماتو تړون لاسلیک کړ