نړۍ

عمران خان د ګوښه کېدو لپاره د محکمې د رايې ورکولو له امره ملاتړ څرګند کړ  

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۰, ۱۴۰۱)

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د جمعې پر ورځ ( د وري ۱۹ /  داپریل ۸ ) ویلي، چې د هېواد د سترې محکمې هغه پرېکړه مني، چې پارلمان ته یې د هغه پر ضد د عدم اعتماد رای ورکولو امر شوی دی.

د پاکستان سترې محکمې د پنجشنبې پر ورځ ناوخته ( د وري ۱۸ / د اپریل ۷ ) پرېکړه وکړه، چې عمران خان باید د عدم اعتماد له رایې سره مخ شي، چې د له لاسه ورکولو تمه یې هم کیږي. پدې معنا، چې هغه به له دندې ګوښه شي.

خان ملت ته په خطاب کې ویلي، چې هغه ناهیلی شو؛ خو د محکمې پرېکړه یې ومنله؛ ځکه هغه د رایې مخه ونیوله او تېره اوونۍ یې پارلمان منحل کړ.

خان دا هم ویلي، چې هغه به د اپوزیسیون حکومت پر رسمیت ونه پېژني؛ خو که د هغه د لرې کولو په هڅه کې بریالی شي. دا د سیاسي کړکیچ وروستی پړاو دی، چې پر اټومي وسلې سمبال حکومت ورسره مخ دی.

هغه د شپې ناوخته په ډاګه کړې: زه به یو وارد شوی حکومت ونه منم.

 هغه وړاندیز وکړ، چې د هغه د لرې کولو هڅه د یوې بهرنۍ دسیسې برخه ده او په دې اړه یې د یکشنبې پره ورځ د سوله ییزو لاریونونو غوښتنه وکړه.

د جمعې پر ورځ په یوه خبرتیا کې راغلي، چې د پاکستان پارلمان به د شنبې پر ورځ د هغه د لومړي وزارت په اړه د رای ورکولو بهیر پیل کړي، چې شونې ده د مشرۍ یې رالنډه کړي.

د ولسي جرګې د دفتر په یوه حکمي پاڼه کې څرګنده شوې، چې د ولسي جرګې غونډه د شنبې پر ورځ د سهار پر ۱۰:۳۰ بجو رابلل شوې، چې د اپوزيشن د مشر شهباز شريف لخوا د اجنډا څلورم ټکی دی.

د کرکټ دغه پخوانی ستوری په ۲۰۱۸ زېږدیز کال واک ته رسېدلی، چې اوس ورسره د ۲۲۰ میلیون خلکو پاکستان د سیاسي او اقتصادي بحران له ګواښ سره مخ شوی دی.   

عمران خان، چې په افغانستان کې د امریکا پر مشرۍ د مداخلې مخالف و او د لومړي وزیر په توګه یې له روسیې سره اړیکې جوړې کړې او امریکا یې تورنه کړه، چې پر وړاندې یې دسیسه جوړه کړې؛ خو واشنګټن دغه تورونه رد کړي دي.

که عمران خان د باور رای خپله نکړي؛ نو اپوزیسیون به د لومړي وزیر لپاره نوماند وړاندې کړي.

د پخواني لومړي وزیر نواز شریف کوچنی ورور شهباز شریف، چې د محکمې له پرېکړې وروسته درې ځلې ویلي، چې که عمران خان له واکه لرې شي، اپوزیسیون هغه د واک د اخیستو لپاره نومولی دی.

اپوزیسیون ویلي، چې دوی له وخت مخکې ټاکنې غواړي؛ خو یوازې د عمران خان له سیاسي ماتې او د قانون له تصویبولو وروسته، چې ډاډ ترلاسه او راتلونکي ټاکنې آزادې او عادلانه وي.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ویلي، چې د ژر ټاکنو لپاره ډېر ښه وخت د اکتوبر میاشت ده. په دې معنا، چې هر نوی حکومت به ترې مخکې اړین اقتصادي مسایل وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version