لوبی

عمرزی د بنګله دېش پر وړاندې ډېر ښه وځلېد

عمرزي د بنګله دېش د درې اړینو ویکټو پر ګټلو د بنګله‌دېش د توپ‌وهنې بنسټ ولړزاوه او بیا یې پخپلو چټکو منډو د افغانستان لپاره د منډو ټاکل شوی ۲۲۲ هدف پوره او ۴۰ چټکې منډې یې جوړې کړې.

Published

on

عظمت الله عمرزی په ابوظبي کې د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې پر مهال زړهراکښونکې توپ‌وهنه او توپ‌اچونه وکړه او بنګله دېش ته یې د پېنځه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

عمرزي د بنګله دېش د درې اړینو ویکټو پر ګټلو د بنګله‌دېش د توپ‌وهنې بنسټ ولړزاوه او بیا یې پخپلو چټکو منډو د افغانستان لپاره د منډو ټاکل شوی ۲۲۲ هدف پوره او ۴۰ چټکې منډې یې جوړې کړې.

افغانستان په اته‌څلوېښتم اور کې لوبه وګټله؛ لوبډلمشر حشمت الله شاهیدي ۳۴ منډې جوړې کړې او محمد نبي پخپله شپږیزه لوبه پای ته ورسوله.

راشد خان لومړنی افغان شو، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۰۰ ویکټې ترلاسه کړې. په داسې حال کې، چې رحمت شاه هم د ۴۰۰۰ منډو هدف پوره کړ.

راشد د بنګله دېش د لوبډلمشر مهدي حسن میراز په ګډون درې ویکټې واخیستې.

بنګله دېش په ۴۸.۵ اورونو کې پر ۲۲۱ منډو وسوځېد.

ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز ښه پیل وکړ؛ خو له دوه ویکټو وروسته رحمت شاه او ګربز د ۵۰ منډو لوبه مساوي کړه او بیا عمرزي بریا ته لار اواره کړه.

له دې بریا سره افغانستان په لړۍ کې ۱ـ۰ مخکښ شو.

Trending

Exit mobile version