لوبی
عینو مېنه کندهار، استقلال کابل ته ۳ـ۲ ماتې ورکړه
دا لوبه نن(سېشنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د عینو مېنه کندهار فوټبال لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو په څلوېښتمه لوبه کې استقلال کابل ته ۳-۲ ماتې ورکړه.
دا لوبه نن(سېشنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
استقلال کابل د لومړۍ نیمایي په اټهدېرشمه دقیقه کې د هارون نوري پر ګول له سیالې لوبډلې مخکې شو. نوري دوه دقیقې وروسته د استقلال لپاره دوهیم ګول هم وواهه.
عینو مېنه کندهار په دوهیمه نیمایي کې د پایلې د بدلون لپاره میدان ته راووتله او په پېنځهپنځوسمه دقیقه کې محمد یاقوت د سر پر زور لومړی ګول وواهه.
پنجشېر سلطاني په اتیاومه دقیقه کې د استقلال دروازه پرانیسته او د عینو مېنه دوهیم ګول یې وواهه. څلور دقیقې وروسته د استقلال کابل لوبغاړي سلیمان پوپل پر تېروتنه خپله دروازه پرانیسته او عینو مېنه کندهار د ۳-۲پر پایله بریا خپله کړه.
استقلال کابل به په راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پر اتمه له آرمان افسي سره مخ شي او عینو مېنه کندهار به هم پر همدې ورځ له آریاناخوست سره ولوبېږي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.