سیمه ییز خبرونه
غزه د قحطۍ په درشل کې ده
دغې ډلې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل، چې له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ کې سیمې ته د بشري مرستې د لېږد اجازه ورکړي.
د بې سرحده ډاکټرانو په ګډون له ۱۰۰ څخه ډېرو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی، چې غزه له قحطۍ سره مخ ده او د دوی د کارکوونکو په ګډون، خلک د مرګ په حال کې دي.
دغې ډلې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل، چې له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ کې سیمې ته د بشري مرستې د لېږد اجازه ورکړي.
غزه، له تېرو ۲۱ میاشتو راپدېخوا پر جګړې سربیره له سختې قحطۍ سره مخ ده او سلګونه کسان د خوړو د وېشلو په هڅه کې د اسرائیل پر ډزو وژل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې تېره شپې لس نور فلسطینیان له لوږې مړه شوي، چې ورسره د لوږې له کبله د مړو شمېر ۱۱۱ ته پورته شوی دی.
د نیول شويو فلسطیني سیمو د روغتیا نړیوال سازمان استازي ریک پیپرکورن ویلي؛ یوازې په جولای کې ۵۱۰۰ ماشومان د خوارځواکۍ پروګرامونو ته داخل شوي، چې ۸۰۰ یې سخت کمزوري دي.
دا په داسې حال کئ ده، چې د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر ټډروس ویلي؛ انسان غزه له ‘ډلهییزې لوږې’ سره مخ کړې ده.
