تازه خبرونه

غني او خلیلزاد د تاوتریخوالي پر پوره کمښت ټینګار کړی

Published

on

ولسمشرۍ په ډاګه کړې؛ د قطر په دوحه کې ولسمشر اشرف غنی، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د ناتو په چوکات د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو عمومي قوماندان سکات میلر د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې دغه ناسته تېره شپه ترسره شوې او خبرې د سولې په خپلمنځي خبرو کې د وروستیو پرمختګونو، د تاوتریخوالي د کمولو پر اړتیا او اوربند راڅرخیدلي دي.

زلمي خلیلزاد د سې شنبې پر سهار په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې، چې هغه او میلر سیاسي هوکړې ته د رسیدو او د لسیزو جګړو پای ته رسولو لپاره د افغانستان، ملګرتیا او د سولې بهیر لپاره د امریکا پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړې: ما د افغانستان ولسمشر ته وویل، چې دوی باید د سولې فرصت له لاسه ورنکړي. هغه وویل، چې هغه د اسلامي جمهوریت د خبرو اترو له پلاوي د خبرو په ټول بهیر کې ملاتړ کوي.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې له هغه څه څخه، چې دواړو لوریو په ډاګه کړي؛ دواړه لوري سولې ته ژکن دی او هڅولی یې یم.

هغه دا هم ویل، چې امریکا مرستې ته چمتو ده او له ټولو ملتونو په ځانګړي توګه له ګاونډ هېوادونو او نورو کلیدي لوبغاړيو یې غوښتي، چې سولې ته کار وکړي.

زلمي خلیلزاد ویلي؛ د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده او ګڼشمېر افغانان په کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. مونږ د تاوتریخوالي پوره  کموالی غواړو، چې دایمي او پراخ اوربند ورسره رامنځته شي.

هغه ټینګار کړی، چې د تاوتریخوالي کمول کولی شي د خلکو ژوند وژغوري او د خبرو له پلاوي سره مرسته وکړي، چې ګړندي پرمخ ولاړ شي.

دوی ویلي؛ دا هغه څه دي، چې افغانان یې غواړي او امریکا یې ملاتړ کوي.

Trending

Exit mobile version