تازه خبرونه

غني او صالح د افغانستان لپاره پر جمهوري نظام ټینګار څرګند کړ

Published

on

ولسمشر اشرف غني او لومړي مرستیال یې امرالله صالح نن (پنجشنبه د مرغومي ۱۸) ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال په افغانستان کې د جمهوري نظام پر بقا او ساتنې ټینګار وکړ.

غني په ډاګه کړې: د جمهوري نظام سیستم زمونږ ګډه پانګه ده.

ولسمشر ویلي: د افغانستان خلک د هوا په څېر سولې ته اړتیا لري.

غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او د افغانستان د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي.

د دغه سفر په بهیر کې ولسمشر اشرف غني د پوهنې وزارت چارسمبالې ته سپارښتنه وکړه، چې ننګرهار ولایت ته د ښوونکیو ۴۰۰۰ بستونه ځانګړي کړي.

دغه راز اشرف غني په ننګرهار ولایت کې د باچا خان( خان عبدالغفارخان) د زوکړې د ۱۰۰ کلیزې د نمانځلو ژمنه هم وکړه.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح څرګنده کړې؛ افغان حکومت په هېواد کې د سولې لپاره یو شرط لري، چې د ټاکنو له لارې د واک لیږد دی.

همدارنګه امرالله صالح طالبان د افغانانو پر وژنو تورن کړل او څرګندوي، چې دا ډله په افغانستان کې د بهرنیو د ګټو لپاره جګړه کوي.

صالح زیاته کړې، چې طالبان د شریعت پر بنسټ خبرو ته حاضر ندي او جګړه یې نه دیني بنسټ لري او نه اسلامي!

هغه پر طالبانو پړه واچوله، چې د افغانستان د سولې بهیر اوږدوي.

طالبانو تر دې دمه د دغو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي پخلاینې عالي شورا تر چتر لاندې جمهوریت پلوي پلاوي په قطر کې له طالب پلاوي سره د سولې خپلمنځي خبرو دوه یم پړاو پیل کړی دی.

Trending

Exit mobile version