تازه خبرونه
غني د آسیا پرمختیايي بانک له مرستیال سره خبرې وکړې
نن (چارشنبه د لړم ۱۴) ولسمشر اشرف غني د آسیا پراختیايي بانک له مرستیال شکسین چین سره د ویدیو کنفرانس له لارې پر سیمه ییزو اړیکو، د فقر پروړاندې مبارزې او چاپېریال ساتنې بحث او خبرې کړي دي.
په دې ویدیو کنفرانس کې د آسیا پراختیایي بانک مرستیال څرګنده کړې؛ بانک چمتو دی، چې د کرونا ویروس د دوه یمې څپې په وړاندې مبارزه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
د ژنیو کنفرانس ارزښت ته په نغوته کې شکسین چین ویلي، چې دا بانک به له افغانستان سره د اوږدمهاله همکار په توګه خپلې مرستې روانې ساتي.
هغه دغه راز د کابل پوهنتون برید هم په کلکه غندلی او ویلي یې دي، چې دا ډول بریدونه په افغانستان کې د سولې او ثبات امکانات له ګواښ سره مخ کوي.
غني د افغانستان اقتصاد لوړولو لپاره د سیمه ییزې همکارۍ پر اهمیت ټینګارکړی او د انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې یې د سیمه ییزو همکاریو د برنامو لپاره د آسیا پراختیايي بانک د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د آسیا پراختیایي بانک د افغانستان یو له ترټولو لوی انکشافي ملګری دی او له ۲۰۰۲ کال راپدیخوا یې د ۵.۹ میلیارد دالرو مرستې چمتو کړي.