تازه خبرونه
فرانسې په نګورنو قره باغ کې د ترکیې پر لاسوهنه نیوکه کړې
فرانسې د آرمنستان او آذربایجان په شخړه کې له آذربایجان څخه د ترکیې پر ملاتړ کلکه نیوکه کړې او هغه یې جنګ غوښتنه ګنلې ده.
د آذربایجان او آرمنیا تر منځ د یکشنبې پر ورځ په نګورنو قره باغ سیمه کې نښتو زور واخیست، چې په کې د دواړو خواو کې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي.
د دواړو هېوادونو نښتو د سویلي قفقاز د بې ثباتۍ په اړه اندېښنې راپورته کړي، چې له دې لارې د تېلو پایپ لاینونه د نړۍ بازار ته تېریږي او دا وېره یې رامنځته کړې، چې سیمه ییز قدرتونه لکه روسیه او ترکیه به په کې راښکېل شي.
په ناتو کې د ترکیې ځینو متحدینو د انقرې له دریځه ملاتړ کړی، چې د آذربایجان په خاوره نګورنو قره باغ کې ارمني لږکي واکمني چلوي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې ترکیه هر هغه څه ته، چې اړتیا وي؛ کوي.
اوغلو زیاته کړې، چې له آرمنستان سره د فرانسې پيوستون د آذربایجان جمهوریت له نیولو ښکاره ملاتړ دی.
لتویا ته د سفر پر مهال د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ویلي، چې په نګورنو قره باغ کې د شخړې په اړه د ترکیې څرګندونې خطرناکې او جنګ غوښتنه ده، چې مونږ ته د منلو وړ ندي.
تازه خبرونه
افغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د ډبرو سکرو د استخراج په اړه د همکاریو د پراختیا، د تجربو د شريکولو، اغېزمن مدیریت او همداراز د اړوند صنعتي سکټورونو د پرمختګ په اړه بحث او خبرې کړې دي.
په انډونيزيا کې د افغانستان سفارت چارسمبالي سعدالله بلوچ د دغه هېواد د انرژۍ او کانونو وزارت له چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.
په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د ډبرو سکرو د استخراج په اړه د همکاریو د پراختیا، د تجربو د شريکولو، اغېزمن مدیریت او همداراز د اړوند صنعتي سکټورونو د پرمختګ په اړه بحث او خبرې کړې دي.
ویل کیږي، چې انډونیزيايي لوري په یادو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.
تازه خبرونه
په کابل کې د چین سفیر د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال سره وکتل
په دې لیدنه کې قدرت الله جمال د چین له سفیر څخه وغوښتل، چې د ګرځندوی پیاوړتیا، د وړتیا لوړولو او د ګرځندوی او هوټل مدیریت انسټیټیوټ د زدهکوونکو روزنې، د ویزې آسانتیاوو، د ګرځندوی بازار موندنې او د ګرځندوی پر بنسټونو د پانګونې په برخو کې خپلې تجربې شریکې کړي او همکاري وکړي.
چارشنبې پر ورځ(د مرغومي څلیریشتمه) کابل کې د چين سفیر ژاو شینګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال قدرت الله جمال سره د ګرځندوی د پراختیا او فرهنګي اړیکو د پياوړتیا په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې قدرت الله جمال د چین له سفیر څخه وغوښتل، چې د ګرځندوی پیاوړتیا، د وړتیا لوړولو او د ګرځندوی او هوټل مدیریت انسټیټیوټ د زدهکوونکو روزنې، د ویزې آسانتیاوو، د ګرځندوی بازار موندنې او د ګرځندوی پر بنسټونو د پانګونې په برخو کې خپلې تجربې شریکې کړي او همکاري وکړي.
هغه د ورېښمو لارې په اړه هم معلومات شریک کړل او په دواړو هېوادونو کې یې د نندارتونونو پر تنظیمولو او وړتیا لوړولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې پر مهال په کابل کې د چین سفیر ویلي، چې افغانستان او چین ښې اړیکې لري او د دې اړیکو د ساتلو لپاره هڅې روانې دي.
ژاو شینګ په پورته ذکر شویو برخو کې د همکارۍ او دوه اړخیزو تجربو شریکولو ډاډ وړاندې کړ او وایي، چې د کلتوري او ګرځندوی اړیکو د پیاوړتیا او پراخولو لپاره دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده.
تازه خبرونه
د خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه
کنډي د سېشنبې پر ورځ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي وه، چې افریدي پر ځلونو په افغانستان کې د «ترهګرۍ» د سرچینې په اړه د شواهدو غوښتنه کړې. په داسې حال کې، چې هغه باید د کره معلوماتو لپاره پولیسو ته مراجعه وکړي.
د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د امنیتي مسلو په اړه له “افغانستان څخه د دفاع” په خاطر پخپل وزیر اعلی سهیل افریدي نیوکه کړې ده.
کنډي د سېشنبې پر ورځ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي وه، چې افریدي پر ځلونو په افغانستان کې د «ترهګرۍ» د سرچینې په اړه د شواهدو غوښتنه کړې. په داسې حال کې، چې هغه باید د کره معلوماتو لپاره پولیسو ته مراجعه وکړي.
هغه دې ته په نغوته کې وویل؛ نړیوالې ټولنې دا تشخیص هم کړی، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد په ځانګړي توګه د خیبر پښتونخوا پر وړاندې د « ترهګریزو» فعالیتونو لپاره کار اخیستل کېږي وپوښتل: «که افغانستان په ترهګرۍ کې ښکېل نهوي، نو بیا څوک ښکېل دی؟!»
د پاکستان چارواکو تل ادعا کړې، چې وسلوال په پاکستان کې د بریدونو ترسره کولو لپاره د افغانستان خاوره کاروي. په داسې حال کې، چې اسلامي امارت پر ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.
-
تازه خبرونه15 hours agoافغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
روغتيا15 hours agoد روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه17 hours agoد خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه
-
سوداگري20 hours agoپه افغانستان کې د مسلکي کارګرو لپاره د وړتیاوو د تثبیت بهیر پیل شو
-
نړۍ19 hours agoاسرائیلو او څو عربي هېوادونو پر ایران د برید نهکولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري3 days agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
تازه خبرونه1 day agoعبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوي رییس شو
-
تازه خبرونه20 hours agoروسیه او امریکا اوسمهال د افغانستان په اړه هیڅ اړیکه نلري- کابلوف
