تازه خبرونه

فرضي کرښې ته نږدې پر ملکي وګړو د پاکستانیو پوځیانو بریدونه د اندېښنې وړ دي

د یاد بنسټ د راپور له مخې؛ په دې بریدونو کې، چې د استوګنې سیمې او د خلکو کورونه پر نښه شوي؛ تر دې دمه لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپیان دي او یو شمېر کورنۍ له خپلو اړوند سیمو وتلې دي.

Published

on

د بشري حقونو نړیوال بنسټ په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د استوګنې پر سیمو د پاکستاني پوځي رژیم د درندو وسلو او هاوان ګولیو د لګېدو له کبله د پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو یو شمېر ملکي وګړي ځاني او مالي زیانمن شوي دي.

د یاد بنسټ د راپور له مخې؛ په دې بریدونو کې، چې د استوګنې سیمې او د خلکو کورونه پر نښه شوي؛ تر دې دمه لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپیان دي او یو شمېر کورنۍ له خپلو اړوند سیمو وتلې دي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې د استوګنې پر کورونو او کرنیزو ځمکو بریدونو د سیمې اوسېدونکو ته د پام وړ مالي زیانونه اړولي او د خلکو ترمنځ یې وېره او اندېښنه رامنځته کړې ده.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ ټینګار کړی؛ د نړیوال بشري قانون او د ژنیو د کنوانسیونونو له مخې د شخړې اړخونه اړ دي، چې د پوځي او ملکي اهدافو ترمنځ توپیر وکړي؛ ځکه د ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخ کول جنګي جرمونه ګڼل کېدی شي.

دې نړیوال بنسټ له پاکستانيو پوځیانو غوښتي، چې پر ملکي سیمو بریدونه سمدلاسه ودروي او نړیوال قانون ته درناوی وکړي. دغه راز له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو هم غوښتل شوي، چې د دې پېښو په اړه څېړنې وکړي او د عاملانو پر وړاندې یې اړین هڅې تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version