ساینس او ​​ټیکنالوژي

فضا ته د امریکا جاسوسي سپوږمکۍ وتوغول شوه

Published

on

Last Updated on: تله ۵, ۱۴۰۱

د اسوشیېتد پرس د راپور له مخې، امریکا له کلیفورنیا ایالت څخه یوه پټه جاسوسي سپوږمکۍ توغولې ده.

د دغه راپور له مخې، پرون (یکشنبه د تلې درېیمه د سپتمبر پېنځه ویشتمه) له غرمې وروسته ۳:۲۵ د کلیفورنیا ایالت د «سانتا باربرا» له سیمې د وندنبرګ له فضایي اډې «NROL-91»  نومې پټه جاسوسي سپوږمکۍ د دلتا- ۴ توغندي پر مټ فضا ته وتوغول شوه.

د یادې سرچینې د راپور له مخې؛ د امریکا ملي استخباراتو دفتر، چې د دغه هېواد د جاسوسي سپوږمکیو د پراختیا، جوړولو، توغولو او ساتنې مسوولیت پر غاړه لري؛ پالیسي جوړوونکیو، استخباراتي ټولنو او  دفاع وزارت ته خپل اړوند استخباراتي معلومات وړاندې کوي.

د راپور له مخې؛ دا له ۱۹۶۰ز. کال راپدیخوا د دلتا نومي توغندي ۳۸۷ او د امریکا په لویدیځ کې د وندنبرګ له فضایي اډې څخه د دغه توغندي ۹۵ او وروستۍ توغونه ده؛ ځکه، چې د دې توغندي ځای به د راتلونکي نسل Vulcan Centaur توغندي ونیسي. فلوریدا، چې د امریکا په ختیځ ساحل کې موقعیت لري؛ د دغو توغندیو د توغولو لپاره به کارول کیږي.

Trending

Exit mobile version