تازه خبرونه

فلسطیني دولت باید د خبرو له لارې راجوړ شي – امریکا

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې: سپینې ماڼۍ د چارشنبه پر ورځ له هغې وروسته، چې ایرلینډ، اسپانیا او ناروې په روانه میاشت کې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژنې غږ راپورته کړ ویلي؛ د امریکا ولسمشر جو بایډن د یو‌اړخیزې رسمیت پېژندنې له لارې نه، بلکې د خبرو اترو له لارې د فلسطیني دولت جوړېدا غواړي.

د واشنګټن غبرګون د امریکا د ناهیلۍ ښکارندویي کوي؛ ځکه، چې درې اروپایي هېوادونو د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو د پرمختګ اراده څرګنده کړه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان یوې خبري غونډې ته ویلي، چې هر هېواد کولی شي د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو په اړه خپله پرېکړه وکړي؛ خو بایډن فکر کوي، چې د ښکېلو لوریو له‌خوا پرې مستقیمې خبرې اترې غوره لار ده.

له سالیوان وپوښتل شول، چې آیا امریکا له دې اندېښمنه ده، چې نور هېوادونه به د فلسطین دولت د رسمیت پېژندلو لپاره هم ګامونه پورته کړي. هغه وویل، چې امریکا به خپل ثابت دریځ شریکانو ته ورسوي “وګوري، چې څه پېښیږي.”

ویل کیږي، چې امریکا د “دوه ریاستي حل” په ترلاسه کولو کې له لسیزو هڅو سره – سره پاتې راغلې او اسرائیل د یو داسې فلسطیني دولت تر څنګ ژوند کوي، چې غزه د حماس اسلامي غورځنګ لخوا اداره کیږي.

Trending

Exit mobile version