ساینس او ټیکنالوژي
فیسبوک یو شمېر کارمندان له دندو ګوښه کوي
میټا شرکت؛ د فیسبوک، انساګرام او واتساپ د اصلي شرکت په توګه غواړي په دې اوونۍ کې د خپلو لوی شمېر کارمندانو د ډله ایزې ګوښه کولو په اړه اعلامیه خپره کړي.
وال ستریت ژورنال د خپاره شوې خبر له مخې، میټا شرکت د دې ډله ییزې ګوښه کېدنې په اړه زرګونه کارمندان له دندو ګوښه کوي.
تمه کیږي، چې د میتا شرکت د خپلو کارمندانو د ډله ییزې ګوښه کولو په اړه اعلان د چارشنبې پر ورځ خپور شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا یو شمېر د تکنالوژبو شرکتونو یا د خپلو کارکوونکیو د ډله ییزې ګوښه کولو پالیسي غوره کړي او یا یې د نویو کارکوونکیو ګمارنه بنده کړې ده.
لویو شرکتونو لکه اپل او امازون اعلان ، چې دوی به نوي کارمندان نه استخداموي او ټویټر د مالکیت له بدلون وروسته د خپلو کارمندانو د ګوښه کولو پروسه پیل کړې.
