Connect with us

تازه خبرونه

قزاقستان د افغانستان اسلامي امارت د بندیزونو له نوملړه وویست

خپور شوی

د

Last Updated on: مرغومی ۱۰, ۱۴۰۲

د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي اميرخان متقى په کابل کې د قزاقستان له سفير علي خان ياسين ګلديف سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري د جمعې د ورځې په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې امیرخان متقي د افغانستان او قزاقستان روانه اړیکه د دواړو هېوادونو په ګټه او مثبته وبلله.

همدارنګه د قزاقستان سفیر ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکې لري او زیاتوي؛ قزاقستان غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او سیاسي اړیکې پراخې کړي.

همدارنګه د قزاقستان سفیر اعلان وکړ، چې د قزاقستان سترې محکمې په رسمي ډول د افغانستان اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له نوملړه ایستلی دی.

په همدې حال کې متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته خنډونو د لرې کولو لپاره د قزاقستان د حکومت له عملي اقداماتو درناوی وکړ.

د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي څرګنده کړې، چې افغانستان له قزاقستان سره مثبتو اړیکو ته ژمن دی او دواړه هېوادونه باید په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ روانې وساتي.

تازه خبرونه

افغانستان ته د پاکستان – چین د اقتصادي دهلیز پر غخولو هوکړه وشوه

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په بیجینګ کې یوه غیر رسمي درې اړخیزه غونډه کړې ده.

Published

on

د چین، پاکستان او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې، چې د یو کمربند او لارې نوښت (BRI) په اړه پر همکارۍ سربېره افغانستان ته به د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) هم وغځول شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په بیجینګ کې یوه غیر رسمي درې اړخیزه غونډه کړې ده.

 دغه راز زیاته شوې، چې په دې درې اړخیزه ناسته کې د سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي اړیکو، درې اړخیزه همکارۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې د ګډو ژمنو په اړه خبرې شوې دی.

ویل کیږي، چې پر یو مناسب مهال به په کابل کې د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه درې اړخیزه غونډه هم جوړه شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سمنګان ولایت کې د کان چاودنې له کبله ۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د سمنګان امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د دره صوف پایین ولسوالۍ د ګولا کلي په اړوند سیمه کې د ډبرو سکرو د کان چاودنې له کبله اووه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

Published

on

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو د کان چاودنې له کبله اووه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د سمنګان امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د دره صوف پایین ولسوالۍ د ګولا کلي په اړوند سیمه کې د ډبرو سکرو د کان چاودنې له کبله اووه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د دره صوف پاین ولسوالۍ د پولیسو قومندانۍ امنیتي پرسونل پر هڅو د پېښې ټپیان د ولسوالۍ کلینیک ته وړل شوي او تر پاملرنې لاندې دي.

د معلوماتو له مخې، د ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ندی.

ویل کیږي، چې د مړه شویو کسانو جسدونه له کان څخه راایستل شوي او د هغو کورنیو ته وسپارل شول.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

د کانونو وزارت چارسمبالي له ایراني پانګوالو څخه د پانګونې غوښتنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي هدایت الله بدري زیاته کړې، چې اسلامي امارت غواړي د افغانستان د کانونو په استخراج کې د ګاونډ هېوادونو له تجربو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۳۱, ۱۴۰۴

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي(سرپرست) په تهران کې د “ایران د کانونو نړیوال نندارتون” د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان اوسمهال باثباته دی او په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي هدایت الله بدري زیاته کړې، چې اسلامي امارت غواړي د افغانستان د کانونو په استخراج کې د ګاونډ هېوادونو له تجربو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.

هدایت الله بدري د نندارتون د بېلابېلو برخو او د لیټیم پروسس کولو فابریکې پر لیدلو سربیره د ایران له خصوصي سکټور څخه هم وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

بدري د ایران د کانونو، صنایعو او سوداګرۍ له وزیر سره هم وکتل او پر اړوند برخو یې خبرې وکړې. دا بحث پر سروې، پراختیا او لابراتواري تدارکاتو راوڅرخېده او په اړه یې د تهران او کابل ترمنځ پخوانی تړون و.

دغه راز د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې بالاخره د دې تړون عملي کار پیل کولو لپاره دوه تخنیکي کمیټې جوړې شوې دي.

د اقتصاد وزارت ویلي، چې کابل غواړي له تهران سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او دا به دواړو هېوادونو ته ګټه ورسوي.

د دې وزارت مسلکي مرستیال زیاته کړې، چې ایراني پانګوال په افغانستان کې د کانونو، ټرانسپورټ، انرژۍ او بېخبناوو په اړوند برخو کې پانګونې ته لېواله دي.

عبداللطیف نظري وایي: “ایراني پانګوال په افغانستان کې د کانونو، ټرانسپورټ، انرژۍ او بېخبنايي سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا لري او اسلامي امارت په افغانستان کې له ایراني پانګوالو هرکلی کوي.”

د یادونې ده، چې اقتصادي کارپوهان ایران د افغانستان یو ښه اقتصادي او سوداګریز شریک ګڼي او ټینګار کوي، چې له هغه هېواد سره د اړیکو پراختیا کولی شي د کابل او تهران اقتصاد او سوداګرۍ ته ګټه ورسوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!