تازه خبرونه

قزاقستان د افغانستان له ثبات او بیا رغونې سره څنګه مرسته کوي؟

د «کسپین انالسټ» په لیکنه کې د ټرانسپورټي لارو او اوسپنې‌پټلۍ پراختیا؛ پر ځانګړې بڼه د تورغونډۍ–هرات–کندهار–سپین‌بولډک د وړاندیز شوې لارې جوړول کولی شي افغانستان د مرکزي او سویلي آسیا د بازارونو د نښلولو پر یوه مهمه کړۍ بدل کړي.

Published

on

 

د آستانې او کابل ترمنځ د اقتصادي، ښوونیزو او بشري همکاریو پراختیا کولی شي په افغانستان کې د تلپاتې ثبات او سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

«کسپین انالسټ» تحلیلي اوب‌پاڼې په یوه لیکنه کې لیکلي، چې قزاقستان د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او له سیمې سره د دغه هېواد د بیا یوځای کېدا لپاره پر یوه مهم مرسته کوونکي هېواد بدل شوی او په دې باور دی، چې په افغانستان کې ثبات د اقتصادي پراختیا، د بشري ظرفیتونو د پیاوړتیا او د سیمه‌ییزو همکاریو له پراختیا سره تړاو لري.

په لیکنه کې راغلي، چې قزاقستان یوازې پر امنیتي موضوعاتو د راڅرخېدلو پر ځای هڅه کړې، چې د سوداګرۍ، بشري مرستو، ښوونیزو همکاریو او ټرانسپورټي بېخبناوو د پراختیا له لارې د افغانستان د ثبات په ټینګښت کې ونډه واخلي.

د راپور پر بنسټ؛ د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دوه‌اړخیزه سوداګري د ۲۰۲۶ز.کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې ۵۸۱،۱ میلیون ډالر ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۵ز.کال د دواړو هېوادونو د ټولې ۵۴۱،۶ میلیون ډالر سوداګرۍ له ارزښت څخه ډېره ده. له افغانستان سره د قزاقستان صادرات ۵۷۲،۹ میلیون ډالر او له افغانستان څخه د دغه هېواد واردات یوازې ۸،۲ میلیون ډالر ول.

په راپور کې زیاته شوې، چې قزاقستان په ۲۰۲۶ز.کال کې شاوخوا ۶۰۰ افغان زده‌کړیالان د دغه هېواد په ۳۴ پوهنتونونو کې منلي او هر کال افغان زدهکړیالانو ته ۳۰ تحصیلي بورسونه ځانګړي کوي، چې ټاکل شوې د بورسونو شمېر ۶۰ ته لوړ شي.

د بشري مرستو په برخه کې هم قزاقستان د ۲۰۲۵ز.کال په اپریل کې شاوخوا دوه زره او ۲۰۰ ټنه مرستې د اوسپنې‌پټلۍ له لارې افغانستان ته لېږلي او د همدې کال په سپټمبر کې یې د یوې مرګونې زلزلې له رامنځته کېدا وروسته د ۲۷۲،۷ ټنو پر وزن د مرستې یوه بله جوپه هم افغانستان ته استولې ده.

د «کسپین انالسټ» په لیکنه کې د ټرانسپورټي لارو او اوسپنې‌پټلۍ پراختیا؛ پر ځانګړې بڼه د تورغونډۍ–هرات–کندهار–سپین‌بولډک د وړاندیز شوې لارې جوړول کولی شي افغانستان د مرکزي او سویلي آسیا د بازارونو د نښلولو پر یوه مهمه کړۍ بدل کړي.

په دې تحلیلي لیکنه کې د مرکزي آسیا او افغانستان لپاره په الماتې ښار کې د ملګرو ملتونو د پرله‌پسې پراختیا د موخو د سیمه‌ییز مرکز جوړولو ته د قزاقستان رول او دغه راز پرله‌پسې پراختیا، کرنې، ښوونې او روزنې او د بنسټونو د پیاوړتیا په برخو کې د سیمه‌ییزو همکاریو د همغږۍ لپاره یو فرصت بللی دی.

د لیکنې په پای کې ټینګار شوی، چې قزاقستان پر یوازې ځان د افغانستان سیاسي او اقتصادي ستونزې نه‌شي حل کولی؛ خو د سوداګرۍ، زده‌کړو، بشري مرستو او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې دوامدار تعامل کولی شي د افغانستان د اقتصادي وضعیت په ښه‌والي او د ثبات پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version