تازه خبرونه

قطري الوتکې له کابل هوایي ډګره یو شمېر بهرني وګړي ایستلي

Published

on

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټویټ کې په ډاګه کړې، چې پرون په یوه قطري الوتکه کې د کابل له هوایي ډګره یو شمېر امریکایي او اروپایي ملکي وګړي وتلي دي.

خلیلزاد له دې پرمختګه هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د جو بایډن د حکم له مخې، د امریکایانو د وتلو لپاره هیڅ مهالوېش نشته؛ خو که وغواړي، چې کورونو ته ستانه شي. مونږ ژمن یو، چې دوی راوباسو.

تېره میاشت د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته دا درېیمه کرایه شوې الوتنه ده، چې له افغانستان څخه ملکي وګړي قطر ته لېږدوي.

یوه قطري چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د جمعې پر ورځ په الوتکه کې نږدې ۱۷۰ امریکایي او اروپایي وګړي سپاره ول.

په دې الوتکه کې د بلجیم، انګلستان، کروشیا، جرمني، هالینډ، ایټالیا او امریکا وګړي لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، چې قطر د لویدیځ او اسلامي امارت تر منځ د لېږد د بهیر منځګړی غوره شوی دی.

Trending

Exit mobile version