تازه خبرونه

قطر او ترکیه د کابل هوايي ډګر د څارنې، رغونې  او سمبالونې لیوالتیا لري

Published

on

د قطر بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د کابل هوايي ډګر ټولې مسلې له ترکیې او افغان حکومت سره تر څارنې لاندې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د کابل نړیوال هوايي ډګر د الوتنو د عادي کولو او رغونې او سمبالولو له هڅو وروسته ويلي، چې د ترکیې په همکارۍ د دې هوايي ډګر د مدیریت د څرنګوالي په اړه سلا مشورې کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وایي؛ مونږ د هوايي ډګر پر مسلې له نږدې کار کوو، که د هوايي ډګر د بېرته فعالولو لپاره د اړتیاوو ارزونه وي او یا هم په راتلونکي کې د هوايي ډګر د فعالیت موضوع. مونږ  د اسلامي امارت له حکومت سره له نږدې کار کوو. مونږ له قطر او ترکیې سره له نږدې کار کوو او زموږ مشورې روانې دي.

د قطري چارواكو د څرګندونو له مخې؛ نړيواله ټولنه تر اوسه د افغانستان په اړه روښانه تګلاره نلري او ټول هغه هېوادونه، چې د افغانستان مسئلې ته لیوالتيا لري باید له اسلامي امارت سره خبرې وکړي.

نوموړی وایي: هغه څه، چې مونږ یې غواړو هغه د افغانستان له طالبانو( اسلامي امارت ) سره د ټولو ښکېلو اړخونو، ټولو ګاونډ هېوادونو او د امنیت شورا د دایمي غړيو، چې په یو ډول له افغانستان سره تړلي دي؛ تعامل ته وهڅوو.

له بلې خوا د ملکي هوايي چلند اداره وايي، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت د قرارداد ټول شرطونه شرکتونو ته وړاندې شوي او قرارداد به هم د ملي ګټو پر بنسټ ترسره شي.

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې ویاند امام الدین احمدي ویلي: تر اوسه د کابل نړیوال هوايي ډګر د څارنې، رغونې او سمبالولو قرارداد له کوم شرکت سره ندی شوی. مونږ د ملي ګټو پر بنسټ بېلابېلو شرکتونو ته خپل شرایط وړاندې کړي او له هر هغه شرکت سره، چې زمونږ ملي ګټو ته په ښه توګه خدمت کوي؛ قرارداد کوو.

د کابل نړیوال هوايي ډګر تخنیکي برخې په ځانګړي توګه د رادار وسایل شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته له هېواده د بهرنیانو او د هغوی د افغان ملاتړیو د وتلو په ماموریت کې سخت زیانمن شول. که څه هم یو شمېر هېوادونو ته الوتنې روانې دي؛ خو چارواکي وايي، چې اوس هم ګڼې ستونزې شته، چې د الوتنو تر پوره عادی کیدو پورې به حل شي.

Trending

Exit mobile version