تازه خبرونه
قطر د امریکا او اسلامي امارت د استخباراتي چارواکو د ناستې کوربه و

د امریکا سي ان ان خبري چینل راپور ورکړی، چې د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې له برید وروسته د امریکا او اسلامي امارت لوړ پوړیو چارواکو د لومړي ځل لپاره په دوحه کې سره وکتل.
د قطر پلازمېنه دوحه، چې له کلونو راپدیخوا د امریکايي چارواکو او اسلامي امارت د غړیو تر منځ د خبرو کوربه پاتې شوی او دادی یو ځل بیا په داسې حال کې، چې اسلامي امارت پر ټوله خاوره واکمن شوی له امریکا استازيو سره یې د استخباراتي ناستې کوربتوب کړی دی. امریکا څه موده مخکې له اسلامي امارت سره د هر ډول مستقیمو اړیکو د پرېکون اعلان کړی و او د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکايي بې پیلوته الوتکو له برید وروسته د امریکايي چارواکو او اسلامي امارت تر منځ هیڅ ډول خبرې نه وې شوې.
سي ان ان تلویزیوني شبکې راپور ورکړی، چې لوړ پوړیو امریکايي چارواکو په دوحه کې د اسلامي امارت له لوړ پوړي پلاوي سره خبرې کړې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې د امریکا په استازیتوب د مرکزي استخباراتو د ادارې مرستیال او د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د اسلامي امارت په استازیتوب د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق په دې غونډه کې ګډون کړی و.
ویل کیږي، چې په دې غونډه کې د سي اى اې مرستيال ديويد کوهن، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويست او د اسلامي امارت د استخباراتو رييس عبدالحق وثيق او ورسره مل پلاوي ګډون درلود.
اسلامي امارت اوس هم په کابل کې د امریکا د بې پيلوته الوتکې په برید کې د ایمن الظواهري وژنه یو تور بولي او وايي، چې د دې قضیې تحقیقات بشپړ شوي ندي.
د دغو خبرو اترو تمرکز د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه بلل شوې ده؛ خو اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
کابل په ځلونو په افغانستان کې د کومې ترهګرې ډلې شتوالی رد کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان نورو هېوادونو ته ګواښ ندی؛ خو ځينې هېوادونه اوس هم په دې اړه اندېښمن دي.
له بلې خوا په کابل کې د ایمن الظواهري د وژل کېدو ادعا له نړۍ سره د اسلامي امارت پر اړیکو سیوري اچولی. که څه هم د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په کابل کې د امریکا د هوايي برید په اړه پلټنې روانې دي.
سي ان ان په دې راپور کې زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې امریکا له اسلامي امارت سره د امریکايي تبعه مارک فریکس د خلاصون په ګډون خبرو اترو ته دوام ورکړی؛ خو د دواړو لورو لوړ پوړي چارواکي له څه مودې راپدیخوا مخامخ نه وو ناست.
مارک فریکس، چې یو امریکايي انجینر دی تېره میاشت له د ګوانتانامو له وروستي افغان بشر نورزي سره تبادله شو.
تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان د تګ راتګ د اسانتیا لپاره پر کاري ډلې جوړولو هوکړه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وګړیو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره به د دغه وزارت قونسلي ریاست او په کابل کې د پاکستان سفارت تر منځ یوه ګډه کمیته جوړه شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دې کمیتې د جوړېدو هوکړه د شنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۶ ) د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د پاکستان سفارت د چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني ترمنځ په کتنه کې وشوه.
د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستيال حافظ ضياء احمد تکل څرګنده کړی، چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير پر غوښتنه او ټينګار د دغې کمیتې پر جوړېدو هوکړه شوې ده.
حافظ ضیا احمد تکل په ډاګه کړې: د پاکستان سفارت چارسمبالي د هغو پاکستانيو محصلینو لپاره، چې افغانستان ته د زدهکړو لپاره راځي؛ د ویزې د وخت غزولو غوښتنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د څرګندونو له مخې؛ متقي په دې برخه کې د اسلامي امارت له همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
ویل کیږي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر ګنو نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې شوي او د متقابلو اغېزمنو همکاریو پر دوام ټینګار شوی دی.
تازه خبرونه
د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په ډاګه کړې؛ د یکشنبې پر ورځ ۱۰:۱۹ د افغانستان په شمال ختیځ کې د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزله رامنځته شوه، چې مرکز یې د جرم ولسوالۍ سهیل ختیځ لوري ته په ۳۶ کیلومترۍ کې دی.
د زلزلې ټکانونه د هند، پاکستان او جنوبي تاجکستان په ګډون په ټوله سیمه کې احساس شوي دي.
تر اوسه د زلزلې له کبله د ځاني او مالي زیان په اړه راپورونه ورکړ شوي نهدي.
تازه خبرونه
له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله ۴۲ کسان مړه شوي

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له کبله لږ تر لږه ۴۲ کسان مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په په ډاګه کړې؛ دغه راز۳۴۱ کورونه بشپړه یا جزوي ویجاړ شوي، ۱۹۵۷۳ جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه ویجاړ شوي دي.
د رحيمي د څرګندونو له مخې، د دغو پېښو له کبله په يادو ولايتونو کې ١٣٥٤ څاروي له منځه تللي دي.
د يادونې ده، چې دغه پېښې په کاپيسا، ميدان وردګ، تخار، بدخشان، غور، کندهار، کونړ، نورستان، لغمان، پکتيا، خوست، دايکندي او ننګرهار ولايتونو کې رامنځته شوې دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
د ایران د دریځ په اړه د اسلامي امارت چلند مدبرانه دی – خلیلزاد
-
تازه خبرونه5 days ago
په نيمروز ولایت کې د سل بستريز روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې
-
روغتيا4 days ago
د افغانستان د روغتیايي خدمتونو لپاره نږدې ۵۰۰ میلیون دالرو ته اړتیا ده – اوچا
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په ایران کې نیول شوی بلجیمي مرستندویه د بندیانو په تبادله کې خوشې شو
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت په بهرنیو بنسټونو کې د ښځو کاري دستورالعمل وروستي کېدو ته نږدې کړی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ایران د خپل نوي بالستیک توغندي مخکتنه وکړه
-
روغتيا4 days ago
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۹۸ ټنو درملو او طبي توکو مرسته وکړه
-
سوداگري5 days ago
د کابل او چین تر منځ د آریانا الوتنې بیا پیل شوې